CRI Online

وانګ يي: خليج هېوادونه بايد د سيمې د ارامتيا ساتلو لپاره کوښښونه وکړي

cri     (GMT+08:00) 2020-10-21 11:02:46
وانګ يي: خليج هېوادونه بايد د سيمې د ارامتيا ساتلو لپاره کوښښونه وکړي

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د اکتوبر په ۲۰مه نېټه په بېجينګ کې د خليج سيمې د وضعيت په اړه د م م د امنيت شورا د وزيرانو په ويډيويي غونډه کې ګډون وکړ.

وانګ يي وويل، اوس د خليج سيمې وضعيت ترينګلی دی، سيمې او حتی نړۍ ته ګواښ پېښوي. د امنيت شورا غړي او د سيمې هېوادونه بايد په خپله سيمه کې د سولې او ارامتيا د عملي کولو لپاره کوښښونه وکړي.

نوموړي زياته کړه، چين په دې اړه درې فقره يي وړانديز لري: لومړی، بايد پر قانوني مقرراتو ټينګار وشي. دوهم، بايد پر ښه ګاونډيتوب ټينګار وشي. درېيم، بايد پر عدالت او برابرۍ ټينګار وشي، چې په خليج کې سوله او ثبات رامنځته شي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای