CRI Online

په نړۍ کې پر کوويد-۱۹ د اخته کسانو شمېر ۴۰ ميليونو، ۲۵۱ زرو او ۹۵۰ تنو ته رسېدلی

cri     (GMT+08:00) 2020-10-21 11:45:18
په نړۍ کې پر کوويد-۱۹ د اخته کسانو شمېر ۴۰ ميليونو، ۲۵۱ زرو او ۹۵۰ تنو ته رسېدلی

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د روغتيا نړيوال سازمان د اکتوبر په ۲۰مه نېټه يو تازه راپور خپرو کړ چې له مخې يې په نړۍ کې پر کوويد-۱۹ د اخته کسانو شمېر ۴۰ ميليونو، ۲۵۱ زرو او ۹۵۰ تنو ته رسېدلی دی.

د ياد راپور له مخې، د منځنۍ اروپا پر وخت د همدې ورځې د ماسپښين تر ۳ بجو او ۵ دقیقو پورې په ګرده نړۍ کې پر کوويد-۱۹ د اخته کسانو شمېر د تېرې ورځې په نسبت ۲۹۶ زره ۸۸۶ تنه زيات شوی او عمومي شمېر يې ۴۰ ميليونو، ۲۵۱ زرو ۹۵۰ تنو ته رسېدلی. په همدغه ورځ د دغه ويروس له امله ۴۰۲۸ تنه مړه شوي او عمومي شمېر يې ۱ ميليون، ۱۱۶ زرو او ۱۳۱ تنو ته رسېدلی دی. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای