CRI Online

اسرائيل له عربي متحده اماراتو سره ۴ فقره ييز همکاريز تړونونه لاسليک کړل

cri     (GMT+08:00) 2020-10-21 11:51:29

 

اسرائيل له عربي متحده اماراتو سره ۴ فقره ييز همکاريز تړونونه لاسليک کړل

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د اسرائيل د لومړي وزير ماڼۍ د اکتوبر په ۲۰مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، د دغه هېواد لومړي وزير نتنياهو په همدې ورځ د عربي متحده اماراتو له پلاوي سره وکتل، دواړو خواوو ۴ فقره ييز همکاريز تړونونه لاسليک کړل.

په ياده اعلاميه کې راغلي، اسرائيل له عربي اماراتو سره د پانګونې، ساينسي نوښت، هوايي چارو او له ويزې پرته د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ د تګ راتګ په اړه تړونونه لاسليک کړل. د دغو تړونونو له مخې به دواړه خواوې متقابلې پانګونې وهڅوي، له ويزې پرته به د يو او بل اتباعو ته د تګ راتګ اجازه ورکړي، په ټاکلي وخت کې به خپلمنځي پروازونه ترسره او د ساينسي نوښت په برخه کې به خپلمنځي همکارۍ پياوړې کړي . (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای