روسيه: د خليج سيمې ثبات ساتل د نړيوالې ټولنې يوه مهمه دنده ده
د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د روسيې د بهرنيو چارو وزير سيرګي لاوروف د اکتوبر په ۲۰مه نېټه وويل، د خليج سيمې ثبات ساتل د نړيوالې ټولنې يوه مهمه دنده ده.
د روسيې د بهرنيو چارو وزارت په خپله ويبپاڼه کې يوه اعلاميه خپره کړه چې له مخې يې لاوروف په همدې ورځ د خليج سيمې د وضعيت په اړه د م م د امنيت شورا د وزيرانو په کچه ويډيويي غونډه کې وويل د خليج وضعيت ترينګلتيا پر نړيوالو اړيکو منفي اغېزه کوي، نو د ياد سيمې د ثبات ساتل د نړيوالې ټولنې يوه مهمه دنده ده. امنيت شورا بايد د خليج سيمې وضعيت ته دايمي پاملرنه کړي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |