د کوويد-۱۹ ضد د مبارزې په اړه د چين د دولتي شورا د ګډې وقايې او کنټرول ميکانيزم د اکتوبر په ۲۰مه نېټه يوه خبري ناسته ترسره کړه. د علمي تکنالوژۍ وزارت د ټولنې پرمختګ د علمي ادارې مرستيال تيان باو ګوه وويل، د يو لړ څېړنو نتيجه ښيي چې د کوويد-۱۹ ویروس بدلون د چين لخوا د واکسين پر څېړنې او جوړونې واقعي اغېزه نه ده کړې.
ښاغلي تيان وويل، علمي کاري ګروپونه به په راتلونکی کې د ياد ويروس بدلون له نږدې څاري او په وخت به وارزول شي او د واکسين د څېړنې او اکتشاف ګروپونو ته به اغېزمن مالومات وړاندې کړي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |