CRI Online

چين به د ورخلاصون سويه لا لوړه کړي

cri     (GMT+08:00) 2020-10-21 14:03:19
چين به د ورخلاصون سويه لا لوړه کړي

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيان د اکتوبر په ۱۰مه نېټه په يوه خبري ناسته کې وويل، چين به په دوامداره توګه د ورخلاصون سويه لوړه کړي او په کور دننه کې د مصرف زياتېدل د عمده برخې د ګڼل کېدو تر څنګ د کورني او نړيوال اقتصاد د هڅولو نوی شکل به جوړ کړي چې د نړيوال اقتصاد د احيا لپاره لا زيات حياتي ځواک برابر کړي.

د چين د شمېرنې رياست د اکتوبر په ۱۹مه نېټه يو لړ تازه شمېرې خپرې کړې چې له مخې يې د روان کال په درېيمه ربعه کې د چين د اقتصاد زياتوالی 4.9 سلنې ته رسېدلی، دغه شمېر د دوهمې ربعې په نسبت 1.7 سلنه لوړ شوی. په تېرو دريو ربعو کې د چين لخوا جلب شوې بهرنۍ پانګې د تېر کال د همدې مودې په نسبت 5.2 سلنه زياتې شوې او د توکو د وارداتو او صادراتو عمومي ارزښت 0.7 سلنه لوړ شوی دی. برسيره پر دې، په چين کې د ازادې سوداګرۍ د ازمايښتي سيمو شمېر ۲۱ ته رسېدلی دی. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای