CRI Online

ايا د ډېرو حقيقتونو پر وړاندې د لويديځو هېوادونو ځيني سياستوال خپلو دروغو ته بيا هم دوام ور کړي؟

cri     (GMT+08:00) 2020-10-21 15:31:56

له يوې مودې راهيسې د چين پر ضد د استراليا د ستراتيژيکو تګلارو د څېړنيز مرکز په شمول د لويديځو هېوادونو ځينو ارګانونو د شينجيانګ په اړه راپورونه خپاره کړل او پکې يې د چين پر حکومت تور لګولی چې په لويې پيمانې سره يې لږ کي قومونو وګړو جبري کار کولو ته اړ کړی دي. د دې ترڅنګ د لويديځو هېوادونو ځينو سياستوالو د شينجيانګ په اړه د چين د حکومت له خوا پر غوره شوې تګلارې هم تور لګولی دی. خو په دې اړه حقيقت څه دی؟د شينجيانګ د پرمختګ څېړنيز مرکز د اکتوبر په ۱۹مه نېټه په دې سيمه کې د لږکيو قومونو وکړو د استخدام د پلټنې راپور خپور کړ چې دا د لويو شمېرو او څيړنې له لارې د هغه حقيقت ښکارندويي کوي چې د شينجانګ ځايي حکومت د استخدام د تګلارې په پلي کولو کې د لږکيو قومونو وګړو د نظر او غوښتنو درناوی کوي او د دوی د کاري او پرمختيايي حق په شمول د دوی بنسټيز بشري حقونه يې تأمين کړي دي.د ګڼو ثبوتونو پر وړاندې ايا د لويديځو هېوادونو فکري ارګانونه او سياستوال غواړي چې خپلو دروغو ته بياهم دوام ور کړي؟

د ياد راپور کارپوهانو په هر اړخيزه توګه د شينجيانګ د استخدام په باب د معلوماتو د وړاندې کولو لپاره د دې سيمې له ډېرو ښارونو څخه ليدنې وکړې او د څه باندې اوياوو تصديو،د تصديو د څه باندې اته سوو مشرانو او لږکيو قومونو وکړو سره د نظريو تبادلې يې وکړې او د دې ترڅنګ يې له ۲۰۱۶ کال راهيسې د ۲۶ حکومتي سندونو او د ۲۰۰۵ کال راپدېخوا د ۴۸ عملي مقالو مطالعه يې وکړه چې په دې توګه د دې راپور اعتبار پياوړې اوتأمين شوی دی او نړيواله ټولنه د شينجيانګ د لږکيو قومونو وکړو د استخدام په باب معلومات تر لاسه کولی شي.خو د استراليا د ستراتيژيکو تګلارو د څيړنيز مرکز په استازيتوب د چين ضد فکري ارګانونه بې بنسټه راپورونه وړاندې کړل.

د دې راپور له مخې د شينجيانګ لږکي قومونو وګړي په ازاده توګه په خپله خوښه خپل کارونه انتخابولی شي. په دې وروستيو کلونو کې د شينجيانګ په جنوبي سيمو کې بېلا بېلو چارو او صنايعو چټک پرمختګ موندلي دي، خو د ځايي وګړو د استخدام اړتياوې لاهم نه شي پوره کيدای. دوی هيله لري چې د شينجيانګ په شمال کې او د چين په نورو سيمو او ښارونو کې کار وکړي چې معاش يې ډېر دی، کاري شرايط يې غوره او د ژوند چاپيريال يې لا ښه دی.

دا رښتيا ده چې د شينجيانګ د بېلا بېلو کچو حکومتي ادارې له بې وزلۍ څخه د لږکيو قومونو وګړو د وتلو او د دوی د ژوند د ښه والي لپاره د استخدام ګڼ شمېر مناسبې تګلارې غوره کړې. ځايي حکومتونو د استخدام غوښتنو د راغونډولو او د مهارتونو د روزلو لپاره ور سره مرستې کړې، خو شرط دا دی چې لږکي قومونو وګړي خوښه ولري او خپلې علاقې سره سم کارونه غوره کولی شي.

د دې ترڅنګ د شينجيانګ د هغو لږکي قومونو وګړو د مذهبي ازادۍ حقونو درناوی شوی چې د مزدورۍ لپاره نورو ښارونو او سيمو ته ځي، او ټول اساسي او حقه حقونه يې په پوره توګه تأمين شوي دي. له حقيقتونو څخه ښکاري چې د استخدام او کار په هکله د کارګرو نړيوال سازمان وړانديز د شينجيانګ د لږکيو قومونو وګړو د استخدام په برخه کې عملی شوی چې په پايله کې د ځايي وګړو ژوند په څرګنده توګه ور سره ښه شوی دی.

د يوې شمېرنې له مخې له ۲۰۱۳ کال څخه د ۲۰۱۹ کال تر پايه پورې په شينجيانګ کې د بې وزلۍ انډول له ۱۹ اعشاريه ۴ سلنې څخه ۱ اعشاريه ۲۴ سلنې ته راټيټ شوی دی. د اټکل له مخې د ۲۰۲۰ کال په پای کې به د دې سيمې ټول وګړي له بې وزلۍ له حالت څخه ووځي. که يو څوک د حقيقتونو سمه پلټنه ونه کړي، نو ځان څنګه او ولې د بيان حق ور کوي. هر ډول تورونه د نيکمرغه ژوند ته د رسيدو لپاره د شينجيانګ د لږ کيو قومونو وګړو ټينګ هوډ نه شی بدلولی او د يوه سمسوره ،اباد او نيکمرغه شينجيانګ څېره د يادو دروغو د ماتولو لپاره يو ښه ثبوت دی.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای