CRI Online

چين به د اصلاحاتو او ورخلاصون لپاره لا زيات ګامونه پورته کړي

cri     (GMT+08:00) 2020-10-22 09:35:01

د چين خارجه وزارت وياند جاو لي جيان د اکتوبر په ۲۱مه نېټه په يوه نوبتي خبري ناسته کې څرګنده کړه چې چين به خپلې کورنۍ اړتياوې لا پراخې کړي، د اصلاحاتو او ورخلاصون لپاره به لا زيات ګامونه پورته کړي او له نړۍ سره به د چيني پرمختګ لا زياتې ګټې شريکې کړي. د روان کال په لومړيو ۳ ربعو کې د چين اقتصاد له منفي نه مثبت پرمختګ موندلی چې دا د کرونا وبا د خپرېدو په حال کې ډېره ښه پايله ده. له دې څخه د چيني اقتصاد ځواکمنتيا څرګندېږي. 

( سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای