د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيان د اکتوبر په ۲۱مه نېټه په يوه خبري ناسته کې وويل، چين د کوويد-۱۹ ضد واکسين په عملي پلان کې د ګډون پرېکړه وکړه، موخه يې دا ده چې د دغه واکسين مساوي ويش وهڅوي او پرمختيايي هېوادونو ته د دغه واکسين برابرونه تضمين شي.
نوموړي وويل، اوس په چين کې ۴ ډوله واکسينونه د کلنيکي ازموينې په درېيم پړاو کې دي او د توليد او عرضې کافي توان لري، خو چين لا هم د دغه واکسين په عملي پلان کې د ګډون پرېکړه وکړه. ځکه چين غواړي د واکسین د عادلانه برابرونې د هڅولو لپاره عملي کوښښونه ترسره کړي او پرمختيايي هېوادونو ته د دغه واکسين تضمين شي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |