CRI Online

پر چيني تصديو باندې د سويډن بنديزونه غيرې عاقلانه اقدام دی

cri     (GMT+08:00) 2020-10-22 15:07:05

د سويډن د مخابراتو څار ادارې پر ځايي وخت د اکتوبر په شلمه نېټه اعلان وکړ چې د امنيتي عواملو د شتون له امله به د دې هېواد د 5G شبکې په ابادۍ کې د چين د هوا وۍ او (ZTE) زيډ ټي اي شرکتونو ګډون منع کړي. د دې ترڅنګ دوی له اړوندو څانګو څخه غوښتنه کړې چې د ۲۰۲۵ کال د جون له لومړۍ نيټې څخه مخکې نصب شوي زيډ ټي ايي(ZTE )مخابراتي تجهيزات ونه کاروي. نړيوال پر دې پوهيږي چې دا له امريکا څخه د ملاتړ لپاره پر چيني تصديو د سويډن سياسي ګوزار دی. دوی شکايتونه لري خو هېڅ ثبوت نه لري او د دولتي امنيت ساتنه يې يوازې پلمه ګرځېدلې ده.

تاريخ ته په کتو په لويديځ کې سويډن لومړی هېواد دی چې تر نورو لويديځو هېوادونو نه مخکې يې له نوي چين سره سياسي اړيکې ټينګې کړې وېدي. د چين او سويډن ترمنځ اړيکو له اوږدې مودې راهيسې د چين او لويديځې نړۍ ترمنځ د تګ راتګ په سر کې راغلي په تېره بيا د دواړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي اړيکې په ثابت ډول روانې شوې او دواړه هېوادونه په جلا جلا توګه په اسيا او شمالي اروپا کې د خپلو تر ټولو لويو سوداګريزو همکارانو په توګه ګڼل کيدل. خو دا د تاسف خبره ده چې په دې وروستيو کلونو کې سويډن د بشري حقونو، هانکانګ او شينجيانګ مسئلو په هکله ناسمې څرګندونې او د چين په کورنيو چارو کې ښکاره لاسوهنې کړې چې د دې هېواد دغه غيرې مسئولانه کړنې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکو ته د زيانونو رسولو سبب شوې دي.

پر چيني تصديو د سويډن بنديزونه نه يوازې د دې هېواد په دننه کې د چين پر ضد د ځينو سياسي شخصيتونو مخالفت بلکې په دې برخه کې د امريکايي سياستوالو د هڅولو ښکارندويي هم کوي. نړيوال هم پوهيږي چې د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو په شان ځينوامريکايي سياستوالو څو څو ځلې له اروپا څخه ليدنې وکړې او غواړي چې له ځينو اروپايي هېوادونو سره يو ځای د چين ضد ګډه جبهه جوړه کړي.د دوی عمده موخه دا ده او هڅه کوي چې د 5G شبکې له جوړولو څخه د چيني شرکتونه وباسي.د سويډن له يادې پرېکړې څخه ښکاري چې دوی د امريکايي سياستوالو له ناسمو کړنو څخه ملاتړ کوي.

خو له امريکا سره د سويډن نڅا د دغه هېواد له ګټو سره سمون لري ؟ په سويډن کې د چين سفارت دې ته په اشارې سره وويل چې له څو کلونو راهيسې د هوا وۍ او ريډ ټي ايي په شمول چيني تصديو د دواړو هېوادونو ترمنځ د معلوماتي او مخابراتي تخنيکي همکارۍ د پياوړتيا او د سويډن د اړوندو بنسټيزو تأسيساتو د ابادۍ لپاره مثبت خدمتونه کړي او هېڅکله يې د دې هېواد دولتي امنيت نه دی ګواښلی. د ثبوتونو د نه شتون په حال کې سويډن پر چيني تصديو بنديزونه لګولي چې دغه کړنه د بازار، عادلانه سيالۍ او د نړيوالې سوداګرۍ له اصولو څخه څرګنده سرغړونه ده او هرو مرو به د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د ښه والي لپاره خنډ وګرځي او خپلې هغې نړيوالې څيرې ته به زيانونه ورسوي چې د خپلواکۍ پر تګلارو او څو اړخيزې همکارۍ باندې ټينګار کوي.

سربېره پردې د سويډن د نوموړې کړنې موخه د خپلو اقتصادي ګټو لټول دي يعنې په بازار کې يې د خپلو تصديو د لازياتو برخو د نيولو لپاره زمينه برابره کړې ده. خو ايا سويډن دا فکر کړی چې د خپلو يادو تدبيرونو له نيولو څخه به زياتې يا کمې ګټې واخلي؟د ځينو څېړونکو په اند چين د د 5G تخنيکي شبکې په ابادۍ کې پرانيستې رويه غوره کړې او د ايرکسون (Ericsson) په شمول ډېرو سويډني شرکتونو اړوندې سپارښتنې يې تر لاسه کړې دي. که سويډن په دوامداره توګه له سياسي لارو چارو پر چيني تصديو باندې بنديزونه ولګوي، نو سويډني تصدۍ به څنګه له چين څخه دوامدارې سوداګريزې ګټې واخلي او بهرني پانګوال به څنګه پر سويډن باور ولري؟ که سويډن خپلو ناسمو کړنو ته ادامه ور کړي، نو هرو مرو به بده نتيجه تر لاسه کړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای