CRI Online

د چين ضد استراليايي جعلي فکري مرکز رښتينی هدف

cri     (GMT+08:00) 2020-10-22 17:25:41

د استراليا د ستراتيژيکې پاليسۍ څېړنيز انسټيټيوټ تل د فکري مرکز تر نامه لاندې د چين پر ضد د امريکايي سياستوالو ملاتړ کړی ترڅو د چين پر ضد بېلابېل موضوعات راپورته کړي ، د چين اړوند غلط او جعلي راپورونه خپاره کړي او چين بدنام کړي. په دې وروستيو ورځو کې د استراليا د سيتي زن پارڼۍ (Citizens Party) رسمي ويب پاڼې مقاله خپره کړې چې د منافقانه تبليغاتي وسيلې په توګه يې پر ياد انسټيټيوټ انتقاد وکړ. دې سازمان اوس چين خپل هدف ګرځولی.

ياده مقاله په ډاګه کوي چې د استراليا د ستراتيژيکې پاليسۍ څېړنيز انسټيټيوټ هغه سازمان دی چې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ، ځينو بهرنيو حکومتونو ، ناټو او د وسلو د څو بهرنيو توليد کوونکو لخوا په ګډه تمويل کېږي. د استرليا د اتباعو ګوند وويل چې دې انسټيټيوټ د چين او استرليا اړيکو د خرابولو په برخه کې مهم رول لوبولی دی.

په حقيقت کې د استراليا ياد ګوند ويبپاڼې د سپتمبر په پای کې د چين د بياناتو په اړه يو لړ راپورونه خپاره کړي کوم چې په وروستيو کلونو کې د ياد انسټيټيوټ او د استراليا د امنيت استخباراتي سازمان له خوا په مختلفو لارو عام اذهان د چين ضد عام اذهان جوړوي او د چين او استراليا اړيکې زيانمنوي.

مقالې دا معلومات خپاره کړي چې د استراليا د استراتيژيکې پاليسۍ څېړنيز انسټيټيوټ له بهرنيو حکومتونو او شرکتونو څخه ميليونونه ډالره ترلاسه کړي. دا مسخره ده چې دغه انسټيټيوټ چين د بشري حقونو ضد کړنو تورنوي.

د استراليا د ستراتيژيکې پاليسۍ څېړنيز انسټيټيوټ ادعا کوي چې دوی خپلواکه څېړنه کوي ،خو دا د استراليا فدراسيون ملکيت دی او هېڅکله يې د استراليا د دفاع وزارت ، بهرنيو حکومتونو او وسلو جوړونکو له خوا ورکړل شوې ماليه په عامه ډول نه ده افشا کړې.

په مقاله کې ويل شوي چې ياد انسټيټيوټ د استراليا ډېرو پخوانيو ډيپلوماتانو ، د دفاع وزارت کارمندانو ، د فدرال عامه خدماتو مسؤلينو او مشهورو رسنيو د نظر ورکونکو لخوا غندل شوی.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای