CRI Online

نړۍ کې پر کوويد-۱۹ ويروس د اخته شوو کسانو شمېر ۴۱ ميليونه ۱۰۴ زره ۹ سوه او ۴۶ تنو ته رسيدلی 

cri     (GMT+08:00) 2020-10-23 09:53:02

د سينهوا خبري اژانس د خبر له مخې، د روغتيا نړيوال سازمان تازه شمېرنه ښيي چې د منځنۍ اروپا په وخت د روانې مياشت د ۲۲ مې نېټې د ماسپښين تر دوو بجو او ۴۵ دقيقو پورې په ګرده نړۍ کې پر کوويد-۱۹ ويروس د اخته شوو کسانو شمېر د تېرو ۲۴ ساعتونو مخکې په پرتله ۴۲۳۸۱۹ زيات شوی او عمومي شمېر يې ۴۱ ميليونه ۱۰۴ زره ۹ سوه او ۴۶ تنو ته رسيدلی دی. له دې ويروس له امله د مړه شوو کسانو شمېر ۶۴۲۴ زيات شوی او عمومي شمېر يې يو مليون ۱۲۸ زره او ۳۲۵ ته رسېدلی دی.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای