د امريکا ضد له کوريا څخه د چين د ملاتړ جګړې د ۷۰مې کليزې يادغونډه د اکتوبر په ۲۳مه نېټه په بېجينګ کې تر سره شوه. د چين لوی رهبر شي جين پينګ په دغه غونډه کې څرګنده کړه چې چين به هېڅکله پر نورو تسلط و نه کړي، د ځمکو پراخوالی به و نه مومي او له بادارۍ او زورواکۍ غوښتنې سره ټينګ مخالفت کوي. چين تل د خپل ځان د ساتلو په موخه خپلې دفاعي تګلارې ټاکلې او ټاکي يې. خو که څوک د چين پر ملي حاکميت، امنيت، پرمختيايي ګټو تېری وکړي يا د چيني خاورو د تجزيې نيت ولري، چينايان به ورته سخت ځواب ورکړي.
( سپوږمۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |