CRI Online

شي جين پينګ:  هېواد يوازې د پرمختګ له لارې پياوړی کيږي

cri     (GMT+08:00) 2020-10-23 11:26:09

د چين مشر شي جين پينګ د اکتوبر په ۲۳ مه نېټه د امريکا ضد له کوريا څخه د چين ملاتړ جګړې د ۷۰ مې کليزې يادغونډې ته په وينا کې وويل چې که يو هېواد وروسته پاتی وي، نو د نورو هېوادونو له بريدونو سره به مخامخ شي، هېواد يوازې د پرمختګ له لارې پياوړی کیږي. نوموړي وويل چې چين به د خپلې اقتصادي او ټولنیزې ودې او خپل عمومي قوت د پياوړتيا لپاره هڅو ته دوام ورکړي، څو لاباکيفيته، لاموثره، لاعادلانه، دواملرونکې او لاامنه وده وموندل شي.

نوموړي زياته کړه چې د امريکا ضد له کوريا څخه د ملاتړ جګړې وروسته لسګونو کلونو کې د چپن ځانګړتيا لرونکی سوسياليستي نظام د پرمختګ نوي پړاو ته داخل شوی. چين به د خپلو سوسياليستي چارو  د نوي پرمختګ لپاره د کمونېست ګوند پر مشرۍ ټينګار وکړي، د پخوا په څېر به د خلکو د غوښتنو او هيلو پوره کولو ته لومړيتوب ورکړي او د ملي دفاع چارو او ځواکونو د عصري کېدو بهير به لاچټک کړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای