CRI Online

شي جين پينګ: بايد په نړۍ کې سوله او عدالت تامین او د انسانانو ګډ برخليک ټولنه جوړه شي

cri     (GMT+08:00) 2020-10-23 11:29:55
شي جين پينګ: بايد په نړۍ کې سوله او عدالت تامین او د انسانانو ګډ برخليک ټولنه جوړه شي

د امريکا ضد له کوريا څخه د چين د ملاتړ جګړې د ۷۰ کاليزې يادغونډه د اکتوبر په ۲۳مه نېټه په بېجینګ کې ترسره شوه. د چين مشر شي جين پينګ وويل، چين د سوله ييز پرمختګ پر لارې ټينګار کوي او غواړي د انسانانو ګډ برخليک ټولنې د جوړولو لپاره له بېلا بېلو هېوادونو سره په ګډه کوښښونه وکړي.

نوموړي په خپلو خبرو کې پر دې ټينګار وکړ، چې چين د يو مسئولانه لوی هېواد په توګه تل د سولې، پرمختګ، عدالت، ديموکراسۍ او ازداۍ په شمول د انسانانو پر ګډو اصولو ټينګار کوي، د ګډې سلامشورې، جوړونې او د ګډ شراکت په اړه د نړيوالې ادارې پر نظريو ټينګار کوي او په کلکه به د سوله ييز، پرانيستي او ګډ پرمختګ او همکارۍ لاره غوره کړي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای