CRI Online

چين د کوويد-۱۹ ضد واکسين د مساوي ويش لپاره عملي کوښښونه کړي

cri     (GMT+08:00) 2020-10-23 14:24:09

چين د کوويد-۱۹ ضد واکسين د مساوي ويش لپاره عملي کوښښونه کړي

چين څو ورځې مخکې د کوويد-۱۹ ضد واکسين په عملي پلان کې د ګډون اعلان کړی او د نړيوالو رسنيو ډېرې پاملرنې يې راجلب کړې. نړيوالې ټولنې د چين د دغه عمل لوړ ډېره ستاينه کړې. اوس د چين ۴ ډوله واکسينونه د کلنيکي ازمونې په درېيم پړاو کې دي. چين د واکسين د توليد او عرضې کافي توان لري، ولې په ياد پلان کې ګډون کوي؟ ځواب يې دا دی چې چين غواړي په نړۍ کې د دغه واکسين مساوي ويشل وهڅوي، پرمختيايي هېوادونو ته د دغه واکسين برابرېدل تضمين کړي او لا زيات توان لرونکي هېوادونه وهڅوي چې په ياد پلان کې ګډون او ترې ملاتړ وکړي. اوس د کوويد-۱۹ ضد د نړيوالې مبارزې حساسه موده ده، چين دا تاييده کړې چې د عامه توليداتو په توګه د کوويد-۱۹ ضد واکسين د ګرځېدولو او د دغه واکسين د مراوجولو کچې د لوړولو په برخو کې يې عملي کوښښونه ترسره کوي.

د کوويد-۱۹ ضد واکسين د عملي پلان له مخې به د ۲۰۲۱ کال تر پايه پورې نړيوالو ته لږ تر لږه ۲ ميليارډ دوزه واکسينونه برابر شي، په دغه پلان کې ګډون کوونکي هېوادونه به په مساوي توګه دغه واکسينونه تر لاسه کړي.

دا ښيي چې د خوندي واکسين دوامداره او ثابت برابرېدل د دغه پلان د عملي کېدو بنسټ دی. خو يوه موده مخکې د استرازینیکا او جونسون په شمول د ځينو کمپنيو د واکسينونو په ازموينو کې سخته منفي اغېزه رامنځته شوې او حتی له امله يې اړونده ازموينه هم ځنډول شوې چې د ياد پلان پر عملي کېدو يې سيوری غوړولی. په داسې حال کې د کوويد-۱۹ ضد واکسين په عملي پلان کې د چين ګډون د دغه پلان عادي پرمخبيولو ته باور برابروي.

د مالوماتو له مخې، اوس چين کې ۱۳ ډوله واکسينونه د کلنيکي ازموينې په دوره کې دي او له دې جملې څخه ۴ ډوله د کلنيکی ازموينې په درېيم پړاو کې دي. تر اوسه پورې پر کابو ۶۰ زرو داوطلبانو د چين واکسينونه ازمويل شوي او ډېره کمه منفي اغېزه يې درلودلې، په هغو کسانو کې چې لوړ خطر لرونکو سيمو ته تللي، هم پر کوويد-۱۹ د اخته کېدنې مثبته پېښه نه ده رامنځته شوې.

د دغه واکسين د څېړنې او جوړونې په برخه کې د چين پرمختللی توان د نړيوالې ټولنې خوا وستايل شو. واشنګټن پوسټ د يوې مقابلې په خپرولو سره وويل، اوس په نړۍ کې ۹ ډوله واکسينونه د کلنيکي ازموينې په درېيم پړاو کې دي، چين پکې ۴ ډوله لري او نږدې نيمه برخه نيسي. د برازيل د ساوپولو ايالت مشر جوان دوريا څو ورځې مخکې ويلي، د چيني شرکت لخوا څېړل شوی يو واکسين د برازيل په ټولو ازمويل شويو واکسينونو کې تر ټولو خوندي دی او ښه باور يې خپل کړی.

برسيره پر دې، په ياد پلان کې د چين ګډون به په نړۍ کې د واکسين مساوي ويشل وهڅوي. مخکې د لوېديځو هېوادونو طبي شرکتونو تل واکسينونه د ګټو اخيستلو وسيله بلله او د واکسينونو بيې يې ډېرې لوړې وې، نو پرمختيايي هېوادونو او ډېرو بېوزلو کسانو د واکسين اخيستلو توان نه درلود او دغه راز په نړۍ کې د ساري ناروغۍ د کنټرول لپاره ستونزې زياتې شوې. کوويد-۱۹ په تېرو سلګونو کلونو کې د نړيوالو پرمخ تر ټولو سخت روغتيايي ګواښ بلل کېږي، نو په دې حال کې د دغه واکسين د مساوي ويشلو په اړه د نړيوالو غوښتنه ډېره سخته ده.

د تاسف وړ خبر دا دی چې د کوويد-۱۹ وبا تر رامنځته کېدو وروسته، امريکا د نړۍ د تر ټولو پياوړي هېواد په توګه نه يوازې د روغتيا له نړيوال سازمان څخه وتلې، بلکې د دغه سازمان په اړوندو فعاليتونو کې د نه ګډون په پلمه يې د کوويد-۱۹ ضد واکسين په عملي پلان کې ګډون رد کړی. برسيره پر دې، څو مياشتې مخکې د امريکا حکومت وغوښتل چې د جرمني له يو شرکت څخه د ياد واکسين د څېړنې تکنالوژۍ په بشپړه توګه واخلي او دا کار د نړيوالې ټولنې لخوا سخت وغندل شو.

اوس په نړۍ کې له ۴۰ ميليونو زيات کسان پر کوويد-۱۹ اخته شوي دي، نو د دغه ويروس ضد واکسين مساوي ويش تضمين کېدل د دغه ويروس ضد د نړيوالې مبارزې د ژر بريالي کېدو لپاره ستر اهميت لري.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای