CRI Online

د برازيل طبي څانګې د دې پخلی وکړ چې د چين لخوا تر کار لاندې د کوويد-۱۹ضد واکسين تر ټولو خوندي او ډاډمن دی

cri     (GMT+08:00) 2020-10-24 11:02:14

ريوټرس خبري رسنۍ د اکتوبر په ۲۰مه نېټه خبر ورکړ چې د کوويد-۱۹ ضد هغه واکسين چې په چين کې د بېجينګ د سينواک بيوتيچ شرکت لخوا جوړ شوی، اوس په برازيل کې د درېيمې دورې د کلنيکي ازموينې په حال کې دی او د ابتدائي نتيجې له مخې دغه واکسين ډېر خوندي او ډاډمن دی.

د دغه واکسين د کلنيکي ازموينې مسئول او د سانپاولو د بوتانتان انسټېټوټ چارواکي کوواس څرګنده کړه چې تر اوسه پورې د کرونا واک په نامه ياد واکسين ۹زرو داوطلبانو ته ورکړل شوی چې د ټولو داوطلبانو بدن هيڅ ناسم غبرګونونه نه لري او د واکسين اغېز او خونديتوب تصديق شوی دی.

د سانپاولو ايالت مشر جواو دوريا څرګنده کړه چې اوس په ټولو واکسينونو کې چې د کلنيکې ازموينې په حال کې دی، د کرونا واک واکسين تر ټولو اغېزمن او خوندي دی چې تر ټولو وړاندې لومړی بازار ته د برابرېدلو هيله ورته شته.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای