CRI Online

د م م سرمنشي په ليبيا کې په نښتو کې د دواړو ښکيلو خواوو تر منځ د اوربند تړون هرکلی کوي

cri     (GMT+08:00) 2020-10-24 11:11:01

د م م سرمنشي انټونيو ګوټريس د اکتوبر په ۲۳مه نېټه په ليبيا کې د دواړو ښکيلو خواوو تر منځ د اوربند تړون هرکلی څرګند کړ او ويې ويل چې م م به په ليبيا کې د دايمې سولې لټولو په چارو کې د بېلا بېلو خواوو ملاتړ وکړي.

ګوټريس په نيويارک کې د م م په عمومي مقر کې خبري رسنيو ته وويل چې د اوربند تړون د سولې او ثبات د رامنځته کولو په پروسه کې يو مهم ګام دی. هغه د ليبيا د اړوندو خواوو او د دې سيمې له اړوندو هيوادونو څخه غوښتنه وکړه چې د اوربند تړون درناوی وکړي او عملي کړي.هغه وويل م م به د ليبيا له بېلا بېلو خواوو څخه ملاتړ وکړي چې د دايمې سولې لپاره ګډې هلې ځلې وکړي.

د ليبيا د مسئلې په هکله د م م د سرمنشي ځانګړي استازي او له دغه هيواد څخه د م م د ځانګړې ملاتړ کوونکې ډلې مسئولې سټيفني ويليمس د اکتوبر په ۲۳مه نېټه اعلان وکړ چې په ليبيا کې د نښتو دواړو ښکيلو خواوو په همدې ورځ په ژنيو کې د اوربند تړون لاسليک کړ او پريکړه يې وکړه چې له دغې ورځ څخه به په دغه هيواد کې د دايمې سولې اوربند عملي کړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای