CRI Online

سوله خووښونکی چينايان به له لمسوونکو کړو وړو ونه ويريږي

cri     (GMT+08:00) 2020-10-24 11:19:22

د اکتوبر په ۲۳مه نېټه د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د امريکا ضد د کوريا ملاتړ جګړې کې د رضاکاره پوځ د ګډون د اويايمې کاليزې په يادغونډه کې یوه مهمه وينا وکړه او ويې ويل چې د امريکا ضد د کوريا ملاتړ د جګړې له کبله د امپرياليستي تيري مخنيوی شوی، د نوي چين امنيت ساتل شوی، د چينايانو سوله ييز او امن ژوند تأمين شوی،په کوريايي ټاپووزمه کې ثبات او اسيايي او نړيواله سوله ساتل شوې ده. له دغې وينا څخه د ځکمې او د ملي حاکميت د بشپړتيا او دولتي وحدت، سيمه ييزې او نړيوالې سولې د ساتلو لپاره د چين ټينګ هوډ ښکاري.

د عدالت په نوم عادلانه عمليات تر سره کيدل چې دا د يادې جګړې بنسټيز طبيعت دی. د ۱۹۵۰ کال په جون کې په کوريا کې د کورنۍ جګړې تر پېښېدو وروسته د امريکا حکومت د نړيوالې ستراتيژۍ او سړې جګړې د افکارو په لرلو سره پرېکړه وکړه چې په پوځي لارو چارو د کوريا په کورنۍ جګړه کې لاسوهنه وکړي. امريکايي پوځ په څرګنده توګه د چين او ديموکراتيکې کوريا ترمنځ په سرحدي سيمو کې جنګي اور لګولی و. نو له دې امله د رئيس ما ځه دونګ په شمول چيني مشرانو پرېکړه وکړه چې د چين رضاکاره پوځ د امريکا ضد د کوريا ملاتړ جګړې کې برخه واخلي.

که څه هم د دښمن ځواکونه د چين او ديموکراتيکې کوريا د پوځونو په پرتله لا غښتلی وو. خو د چين رضاکاره پوځ د ديموکراتيکې کوريا له خلکو سره د همکارۍ له لارې د دوو کلونو او نهو مياشتو په جګړه کې دښمنو ځواکونو ته ماتې ورکړه. رئيس شي جين پينګ په خپله وينا کې دې ته اشاره وکړه چې ياده جګړه د نړۍ په ختيځ کې د چينايانو تر ازادېدو وروسته يوه څرګنده کارنامه ده او د چيني ملت د بيا سمسورتيا يو مهم پړاو هم دی.

د دې جګړې د يادونې موخه د مقاومت دوام نه دی بلکې ترې د تاريخې تجربو راغونډول او د سولې ساتنه ده.

د اوياوو کلونو د مخکې زمانې په پرتله سوله او پرمختګ تر ټولو زيات نړيوال تمايل ګڼل کيږي. خو ځينو امريکايي سياستوالو ترې عربتلا عبرت نه دی اخيستی او د سړې جګړې د مفکورې په لرلو سره يې د يو اړخيزم، د بادارۍ او ځاني ګټو د لټولو تګلاره غوره کړې او په ډېرو برخو کې يې چين ته زيان اړولی دی

يو هېواد او پوځ که چېری دومره غښتلی وی، د تاريخي پرمختيايي تمايل مخنيوی کول غواړي ، نو هرو مرو به ناکامه شي. چينايان سوله خووښونکي دي، خو هېڅکله هغو داسې کړو وړو ته اجازه نه ورکوي چې ځيني هېوادونه د نورو هېوادونو حاکميت ته زيان رسول غواړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای