CRI Online

په ملګرو ملتونو کې د چين دايمي استازي د څو اړخيزم د ملاتړ غوښتنه وکړه

cri     (GMT+08:00) 2020-10-25 10:52:44
په ملګرو ملتونو کې د چين دايمي استازي د څو اړخيزم د ملاتړ غوښتنه وکړه

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، په م م کې د چين دايمي استازي جانګ جون د اکتوبر په ۲۴مه نېټه د ملګرو ملتونو د ورځې په درشل کې د يوې ويډيويي وينا په خپرولو سره د څو اړخيزم او ملګرو ملتونو د ملاتړ او د نړيوال يووالي او همکارۍ د پياوړتيا غوښتنه وکړه.

جانګ جون وويل، چې نړۍ د يو اړخيزم،تړلې نظريې او ظالمانه کړو وړو له سترو خطرونو سره مخ ده. د بېلا بېلو هېوادونو خلک په دې اړه فکر کوي چې يو څرنګه ملګرو ملتونو ته اړتيا لرو؟ څنګه د انسانانو د ګډ برخليک ټولنه جوړولی شو؟ د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د ملګرو ملتونو د جوړېدو د ۷۵ مې کليزې په عالي رتبه غونډو کې د يادو مسئلو په اړه د چين نظريې بيان کړې چې په نړۍ کې يوازېنی سيستم يعنې د ملګرو ملتونو په محور نړيوال سيستم لري؛ په نړۍکې يوازېني مقررات يعنې د ملګرو ملتونو د منشور پر بنسټ د نړيوالو اړيکو اصول منل کيږي؛ ملګري ملتونه بايد عدالت وساتي او همکارۍ دې پياوړې کړي.

جانګ جون دې ته اشاره وکړه، له کوويډ- ۱۹ وبا څخه دا روښانه شوې چې د انسانانو برخليک يو له بل سره په ټينګه توګه نښلول کيږي، موږ يوازې د څو اړخيزم او م م د ملاتړ او د نړيوال يووالي او همکارۍ د پياوړتيا له لارې دغه وبا ته ماتې  ورکولی شو او بېلا بېلې نړيوالې ننګونې حل کولی شو.  چين به له څو اړخيزم څخه ټينګ ملاتړ وکړي، د ملګرو ملتونو پر منشور او نړيوالو قوانينو به ټينګار وکړي او له م م څخه به کلک ملاتړ وکړي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای