د سين هوا اژانس د خبر له مخې، دغه معلومات د چين د شينجيانګ اويغور کورواکې سيمې حکومت د روغتيايي چارو ادارې مرستيالې ګو ينګ سو د يوې خبري ناستې پر مهال ورکړل. نوموړي وويل، وروسته تر هغې چې د شينجيانګ په کشغر سيمه کې د اکتوبر په ۲۴مه نېټه يو کس چې هېڅ نښه نه لري، پر کرونا وبا اخته وپېژندل شو، تر ۲۵مې نېټې پورې په دغه سيمه کې ټول ۲ مليونه ۸۳۵ زره او ۳ سوه تنه د نيوکليک اسيد ټېسټونه کړي چې په پايله کې يې ۱۳۷ تنو کرونا مثبته ثابته شوې، خو د کارپوهانو په اند ټول يې هېڅ نښې نه لري.
( سپوږمۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |