CRI Online

اسرائيل ستر پوځي تمرين تر سره کړ

cri     (GMT+08:00) 2020-10-26 10:02:17

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د اسرائيل دفاعي پوځ د اکتوبر په ۲۵مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره اعلان وکړ چې په همدې ورځ يې ستر پوځي تمرين پيل کړ.

د اسرائيلي پوځ عمومي درستيز اويف کراوي په همدې ورځ رسنيو ته وويل چې د اسرائيل په شمال او جنوب کې حالات خړپړ او نازک دي او د ترينګل کېدو شونتيا لري. نو ځکه د اسرائيل پوځ يې پر وړاندې ور سره د مقابلې لپاره خپل ګامونه چټکوي. 

( سپوږمۍ) 

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای