CRI Online

د چين د درېيمې دورې نړيوال وارداتي  نندارتون تياريانې روانې دي

cri     (GMT+08:00) 2020-10-26 14:38:01
د چين د درېيمې دورې نړيوال وارداتي  نندارتون تياريانې روانې دي

د چين د درېيمې دورې نړيوال وارداتي نندارتون به د راتلونکي نومبر په لومړيو ورځو کې په شانګهای ښار کې تر سره شي. د چين د ګمرکاتو عمومي ادارې د اکتوبر په ۲۵مه نېټه په بېجينګ کې د يوې خبري ناستې په ترڅ کې وويل، د شانګهای د ګمرکاتو ادارې د سږني نندارتون د نندارې توکو سيسټم ښه والی لا نور هم هڅولی او پر لومړي ځل يې دا ګام پورته کړی دی چې د نندارې توکي له کاغذي غوښتنې او اجازې پرته د چين داخل ته ننوتلی شي او ټول اقدامات او بهير په انلاين ډول تر سره کېږي. په عين وخت کې انلاين او اف لاين اقدامات يو له بل سره همکارۍ کوي چې د چين داخل ته يې د دغو توکو د ننوتلو په برخه کې ډېرې اسانتیاوې برابرې کړې دي. تر اوسه پورې د 8.7 ميليونو ډالرو په ارزښت د نندارې توکي د چين داخل ته ننوتلي دي.

د چين د ګمرکاتو عمومي ادارې د بندري چارو د څارنې څانګې مشر وانګ جون وويل، يادې عمومي ادارې د تېرو دوو دورو نندارتونونو په موده کې د چين داخل ته نندارې ته وړاندې کېدونکو توکو د ننوتلو د اسانتياوو پر بنسټ د سږني نندارتون له تازه اړتياوو او غوښتنو سره سم اړوند ګامونه ښه او اصلاح کړي او له نړيوالو انټرنيټي چارو څخه ملاتړ يې لا پياوړی کړی دی. ښاغلي وانګ جون وويل

((په نندارتون کې ښودل کېدونکي هغه توکي چې د نړيوالې انلاين سوداګرۍ د پرچون په ليست کې شامل دي، تر نندارې وروسته به د ګمرکاتو ادارې د څار په ځانګړې ناحيه او يا د ګمرک په ګدام کې وساتل شي. له دې جملې څخه له شرايطو سره سمون لرونکي شيان به د اړوندو مقرراتو له مخې وپلورل شي. دغه راز به په نندارتون کې وړاندې کېدونکي توکي د معاملې په توکو بدل شي او د وارداتي نندارتون ګټې به لا زياتې شي.))

د کوويد-۱۹ د وقايې او کنټرول د اړوندو غوښتنو له مخې او د خوندي ګواښونو د جدي کنټرول لپاره، د چين د ګمرکاتو عمومي ادارې په سږني نندارتون کې د حيواني او نباتي هغو توليداتو او خوړو د وړاندې کولو ځانګړې اجازه لغوه کړې چې د چين داخل ته د ننوتلو اجازه يې نه درلوده.

د مالوماتو له مخې، د سږني نندارتون پراخوالی د تېر کال په نسبت لا زيات دی او د نندارې ځای ترتيبات يې لا مناسب او ښه شوي دي. د شانګهای د ګمرکاتو ادارې د کوويد-۱۹ د وقايې او کنټرول د کارونو د جدي ترسره کولو په برخه کې په لومړي ځل دغه قدم پورته کړی دی چې په نندارتون کې وړاندې کېدونکی توکي له کاغذي اجازې پرته د چين داخل ته د ننوتلو اجازه پيدا کوي او ټول اقدامات يې په انلاين ډول تر سره کېږي. دغه راز يې اړوندو تصديو ته ډېرې اسانتياوې برابرې کړې دي. تر اوسه پورې د څه باندې 8.7 ميليونو ډالرو په ارزښت توکي چين ته داخل شوي دي. د شانګهای د ګمرکاتو ادارې د بندري چارو د څارنې دفتر مرستيال جو های وويل

((د اکتوبر تر ۲۳مې نېټې پورې، په نندارتون کې د ښودل کېدونکو توکو په سلسله کې تر اوسه چين داخل ته د ننوتلو د 201 بيلونو د 8 ميليونو، 776 زرو او ۹۰۰ ډالرو په ارزښت د توکو غوښتنې وړاندې شوې، د ATA سند له مخې د ۳۱ بيلونو توکو د 5 ميليونو، 725 زرو ډالرو په ارزښت د توکو غوښتنې شوې. د سږني نندارتون لپاره ځيني توکي د وارداتو له لارې مخکې چين ته رسېدلي دي او د نندارتون په موده کې به نندارچيانو ته وښودل شي. ځيني يې په ځانګړي توګه د وارداتي نړيوال نندارتون کې د ګډون لپاره چين ته ليږدول کېږي. ياد شوي ۲۰۱ او ۳۱ بيلونو توکو د دغه شان وارېدو له لارې چين ته داخلېږي، دغه شمېر د تېر کال اندازې سره نسبتاً برابر دی. په راتلونکې اوونۍ کې به دغه شمېر تر يوې اندازې پورې نور هم زيات شي. ))

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای