د پاکستان په لاهور ښار کې د حلقوي ترافيک د نارنج لاين پروژه چې د چيني تصدۍ لخوا جوړيږي، د اکتوبر په ۲۵مه نېټه د پاکستان په ختيځ د پنجاب ايالت په مرکز لاهور ښار کې د چين په بېجينګ کې له اړوندو خواوو سره د کار پيل کولو انلاين مراسم تر سره کړل او له دې څخه څرګنديږي چې په پاکستان کې د مېترو لارې ترافيکي زمانه رسيدلې ده.
د پنجاب ايالت اړوند چارواکي په دغو مراسمو کې وويل نارنج لاين اوس د جنوبي اسيا په سيمه کې تر ټولو پرمختللې حلقوي ترافيکي پروژه ده چې د لاهور ښار د ښاري کېدو سويه به لا لوړه کړي او د ښاريانو لپاره عصري، اغيزمن او خوندي خدمتونه برابرولی شي.
په دغه پروژه کې ټول د چين معيارونه، تخنيکونه او تجهيزات کارول کيږي. دغې پروژې د جوړېدو په وخت کې به څه دپاسه ۷۰۰۰ کسانو ته کاري فرصتونه برابر کړي دي او د استفادې او چوپتياوو په موخت کې به نژدې دوه زره کاري فرصتونه رامنځته کړي.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |