CRI Online

پنځه کلن پلان: د چين د پرمختګ مهم پاسورډ دی

cri     (GMT+08:00) 2020-10-26 17:56:08
د چين د کمونېست ګوند د نولسمې دورې د مرکزي کمېټې پنځمه غونډه به د اکتوبر له ۲۶مې نيټې څخه تر ۲۹مې نيټې پورې په بېجينګ کې تر سره شي. په دغه غونډه کې به د دغه هېواد د څوارلسم پنځه کلن پلان (يعنې له ۲۰۲۱ کال څخه تر ۲۰۲۵ کال پورې) او د ۲۰۳۵ کال د ليري هدف په هکله د چين د کمونېست ګوند د مرکزي حکومت وړانديزونه وسنجول شي څو ياد پلان لااصلاح او بشپړ شي.

پنځه کلن پلان: د چين د پرمختګ مهم پاسورډ دی

روان کال په چين کې د څوارلسم پنځه کلن پلان لومړی کال دی چې د يو مليارډ څلور سوو مليونو چينايانو له هوسا ژوند سره ټينګې اړيکې لري او په انټرنيټ کې له بېلا بېلو ټولنو څخه نظريې راغونډې شوې دي. د دغه پلان د ښه تطبيق لپاره د چين لوی رهبر شي جين پيڼګ د روان کال له پيل څخه دوولس ځله د هېواد له بېلا بېلو ځايونو څخه ليدنه کتنه وکړه او د مختلفو ټولنو له کسانو سره يې سلامشورې وکړې. هغه پر دې ټينګار وکړ چې د انټرنيټ له لارې د خلکو اوازونه واوري او د خلکو نظر راغونډ کړي، حکومت د يادو نظريو په پام کې نيولو سره په ښه توګه څوارلسم پنځه کلن پلان طرح کړي.

پنځه کلن پلان: چين ستاسو د راتګ انتظار کوي

آيا تاسې به په راتلونکو پنځو کلونو کې چين ته سفر وکړئ؟ تاسی به په چين کې پانګونه وکړئ؟ تاسی چيني ژبه ويلی شئ؟ تاسی د بې دو سپوږمکۍ له لارې لارښوونکي سيستم استفاده کولی شئ؟ په دې وروستيو کې په مليونو بهرنيو انټرنيت استفاده کوونکو تر دې عنوان لاندې د پوښتنو په څيړنه کې ګډون کړی چې زه به په راتلونکو پنځو کلونو کې له چين سره نژدې شم. دوی په دغه فعاليت کې ريکارډ کې هېله څرګنده کړه چې د کوويد-۱۹ وبا ژر پای ته ورسيږي او د يو کمربند او يوې لارې پلان په چوکاټ کې له چين سره لا زياتې همکارۍ وکړي او باور يې څرګند کړ چې د چين څوارلسم پنځه کلن پلان د چين او نړۍ خلکو ته لا زياتې ګټې رسولی شي.

بهرني انټرنيټ استفاده کوونکي: هېله ده چې د کوويد-۱۹ وبا ژر ختمه تر سره شي او د بېلا بېلو هېوادونو د خلکو تر منځ لا آزاد تګ راتګ رامنځته شي.

زيات شمېر بهرنيو انټرنيټ استفاده کوونکو هېله څرګنده کړه چې په راتلونکو پنځو کلونو کې خلک د کوويد-۱۹ له وبا څخه ځان ژغورلی شي او د بېلا بېلو هېوادونو خلک په لا خلاصه توګه همغږۍ کولی شي.

د جاپان په هوکايدو کې انټرنيټ استفاده کوونکی ويدا توموهارو ليکلی چې دغو پوښتنو ته د ځواب ورکولو په وخت کې مې احساس کړی چې چين او جاپان بايد د ګډو ګټو تر لاسه کولو لپاره يو بل ته ورخلاصون پراخ کړي او همغږۍ ژورې کړي. موږ بايد د دغه هدف عملي کېدو لپاره ژر تر ژره د خلکو تر منځ په تګ راتګ کې د کوويد-۱۹ خنډونه حل کړو. لومړی بايد د کوويد-۱۹ وبا کنټرول شي او د ګډو ګټو لپاره د ورخلاصون او تګ راتګ پياوړتيا عملی شي، نو زه په راتلونکو پنځو کلونو کې له چين سره نژدې شم. د دغه هدف تر لاسه کولو لپاره بايد په ګډه کار وکړو.

بهرني انټرنېټ کارونکي پدې نظر دي چې د چين پرمختګ د بېلابېلو خواوو په ګټه دی

انټرنېټ کارونکي محمد حسن محمدي په کومنټ کې ليکلي : زما په اند د چين توسعه او وده نړۍ له يو قطبي توب څخه ژغوري او د قدرت تعادل رامنځ ته کوي او دا به زموږ د ګران هېواد په ګټه وي .

انټرنېټ کارونکی يوسف خليلزاد په کومنټ کې ليکلي چې په راتلونکو پونځو کلونو کې د چين له سترو کمپنيو سره تر دوو ميليون ډېرو ډالرو په ارزښت تړونونو غوښتونکی يم او دغه راز د افغانستان د ځوان نسل لپاره د نوې ټکنالوژۍ او کار کسب زمينې برابرېدو غوښتونکی يم .

بهرني انټرنېټ کارونکي پدې نظر هم دي چې"يو کمربند او يو لارد"د بېلابېلو هېوادونو د اقتصادي ودې د چټکېدو انجن ګرځېدلی دی.

د اندونيزيا انټرنېت کارونکي المهدوي المنتظر وايي، "يو کمربند او يوه لار "د ورېښمو لرغونې لار بيا را ژوندۍ کوي چې نه يوازې د يادې لارې پر غاړه د پرتو هېوادونو لپاره ، بلکې د لرې پرتو هېوادونو لپاره هم ګټې لري. دغه لار يو ه مهمه او ګټوره لار ده چې نه يوازې له اقتصادي بحران څخه نړيواله ټولنه ساتلی شي، بلکې د نړيوالې صادرتي او وارداتي سوداګرۍ لپاره زمينه برابروي.

فليپيني انټرنېټ کارونکی ګين بولاګ وايي، لاهم ځينې کسان وايي د چين توليدات ارزان دي او کيفيت يې خراب دی، نو داسې فکر مه کوئ، په خپل ژوند کې دې کارېدونکو چيني توليداتو ته وګورئ چې کيفيت يې لا خراب دی که نه؟ ښايي ستاسو به چيني توليدات نه خوښېږي، خو دا ددې معنا نه لري چې چيني توليدات خراب دي. د بېلګې په توګه ټيک ټاک ډېر مينه وال لري، هغه خو د چين لخوا جوړ شوی اپليکېشن دی.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای