CRI Online

د م م سرمنشي يو ځل بيا د نړيوالې همکارۍ پر پياوړتياټينګار وکړ

cri     (GMT+08:00) 2020-10-27 09:51:40

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د م م سرمنشي انتونيو ګوټريس د اکتوبر په ۲۶مه نېټه څرګنده کړه چې موږ يوازې د نړيوالې همکارۍ په پياوړتيا سره کرونا وبا، اقليمي بدلون او مخ په زياتېدونکې نابرابرۍ او دوښمنۍ ته ماتې ورکولای شو.

په نيويارک کې د م م په مقر کې د م م د ۷۵مې نړيوالې ورځې په مناسبت يو لړ رسمي فعاليتونه تر سره شول. سرمنشي ګوټريس د خپلې وينا په ترڅ کې څرګنده کړه چې د جوړېدو په پيل کې م م د نړيوال يووالي يوه مهمه نښه ده. اوس م م لا هم د نړيوالې همکارۍ مرکز دی. موږ به د تل لپاره د م م په منشور کې د ټاکل شويو دندو او کارونو د تر سره کولو لپاره نه ستومانه کېدونکي کوښښونه وکړو. 

( سپوږمۍ) 

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای