CRI Online

امريکايي کارپوه د چين کمونېست د ۱۹م مرکزي کمېسيون د ۵مې عمومي غونډې په اړه خپلې نظريې بيان کړې

cri     (GMT+08:00) 2020-10-27 10:47:42

د چين کمونېست د ۱۹مې دورې مرکزي کمېسيون ۵مه عمومي غونډه د اکتوبر د ۲۶مې نېټې په سهار په بېجينګ کې پرانيستل شو. د چيني مسئلې په اړه د امريکا کارپوه دوکتور روبرټ لاورنس کوهن د چين له نړيوال ټلويزيون سره په مرکه کې څرګنده کړه، په ياده غونډه کې پر ۱۴م پنځه کلن پلان( یعنې له ۲۰۲۱ کال نه تر ۲۰۲۵ کال پورې د هېواد د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ پنځه کلن پلان او تر ۲۰۳۵ کال پورې د اقتصادي ستراتيژۍ ليرې موخه) بحث شوی دی. دا د چين د راتلونکي پرمختګ لپاره خورا ستر اهميت لري.

دوکتور کوهن وويل چې ۱۴م پنځه کلن پلان ډېر مهم دی. نړيوالې سوداګرۍ ډېرې کمزورې دي نو ځکه چيني توليداتو ته نړيواله تقاضا مخ په کمېدو ده. برسېره پر دې، نړيوال حالات ثابت نه دي او د چين د پياوړتيا په اړه ډېر حساس دي. چين بايد د کور په دننه کې له اقتصادي ننګونې او په بهر کې له مخ په زياتېدونکې دوښمنۍ سره مناسبه مقابله وکړي. په دغه غونډه کې د توجه وړ مسئله د رئيس شي جين پينګ لخوا وړاندې شوی د "دوو دورنونو"ستراتيژي ده. د رسمي خبر له مخې، د دغې ستراتيژۍ په پلې کېدو سره به کورني او بهرني بازارونه په لا نوره ښه توګه يو له بل سره ونښلول شي او لا قوي دوام لرونکی پرمختګ تر سره شي. د اقتصاد باکيفيته زياتوالی او د علم او تکنالوژۍ خپلواکي کليدي رول لري. چين دغه موخه لري چې د روانې پېړۍ په منځنۍ برخه کې د يو قوي او معاصر سوسياليستي هېواد ابادي پوره کړي، په تېره بيا په علمي، تخنيکي او د ملي دفاع په ساحو کې دي. اوس د چين پر ووړاندې يوه ننګونه دا ده چې د ۱۴م پنځه کلن پلان د تر سره کولو پر مهال څنګه د نړيوالې ټولنې ملاتړ، نه دښمني تر لاسه کړي.

( سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای