د چين د شينجيانګ اويغور کورواکې سيمې د کشغر ښار چارواکي عزت عليم د اکتوبر په ۲۶ مه نېټه د کوويډـ۱۹ د مخنيوي په پار په يوې حکومتي مطبوعاتي غونډه کې وويل، چې په کشغر کې د کورونا ويروس د نويو مثبتو پېښو له ثبتېدو وروسته د دې ښار ښاروالۍ په لومړي وخت کې د ځايي خلکو د عادي ژوند د تامينولو لپاره اقدامات پيل کړي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د روانې مياشتې په ۲۴ مه نېټه د کشغر ښار په شوفو ولسوالۍ کې د کورونا ويروس يوه داسې مثبته پېښه ثبت شوه، چې ناروغ ظاهراً روغ او جوړ معلومېده او د ناروغۍ هيڅ نښې نښانې يې نه درلودې.
ددې پېښې په ثبتېدو سره د دې ښار ښاروالۍ سمدلاسه د کورونا ويروس د وقايې او کنټرول جدي اقدامات پيل کړل او د روانې مياشتې تر ۲۶ مې نېټې پورې په دغه ښار کې ۱۶۳ نورې داسې مثبتې پېښې ثبت شوي، چې ټول ناروغان په ظاهره روغ او جوړ معلومېږي او د ناروغۍ هيڅ نښې نښانې نه لري.
د کشغر ښار ښاروالۍ د خلکو د خوراک او څښاک د تامينولو لپاره په درېيو لويو مارکيټونو کې ۲۹۲۶ ټنه سبزۍ، ۹۴۸۷ ټنه اوړه، ۸۶۰۰ ټنه خوراکي توکي او ۴۹۶۵ ټنه غوړي او د ژوند نور ګڼ شمېر اړين توکي زېرمه کړي دي.
دغه راز په دغه ښار کې د محافظتي طبي موادو ۱۴توليدي تصدۍ شپه او ورځ وقايوي او طبي مواد توليدوي او د توليداتو اندازه يې د خلکو اړتياوې پوره کولای شي.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |