CRI Online

د چين خارجه وزارت: له شينجيانګ څخه د ليدنې لپاره د مختلفو هېوادونو ملګرو هرکلی کوو.

cri     (GMT+08:00) 2020-10-27 16:03:57

د چين د خارجه وزارت وياند جاو لي جيان د اکتوبر په ۲۶مه نېټه اړوندو پوښتنو ته په ځواب کې له شينجيانګ څخه د ځينو عربي هېوادونو ډيپلوماتانو د ليدنې په اړه معلومات وړاندې کړل او و يې ويل، چين د عربي او اسلامي هېوادونو په شمول د مختلفو هېوادونو ملګرو هرکلی کوي چې شينجيانګ ته ولاړ شي، ور څخه ليدنه وکړي او نړۍ ته يو واقعي، ښکلی او رنګين شينجيانګ معرفي کړي. 

په چين کې د ۲۰ عربي هېوادونو او د عرب ليګ سفيرانو او ډيپلوماتانو د اکتوبر له ۱۹مې نه تر ۲۲مې نېټې پورې په شينجيانګ کې سفر کړی. وياند جاو لي جيان په دې اړه څرګنده کړه چې د ډيپلوماتانو پلاوی ځايي تصديو، ښوونځيو، د بېوزلۍ له منځه وړلو پروژې او استوګنيزو سيمو ته تللی او په شينجيانګ کې د ټولنيز ثبات، قومي مساواتو، يووالي او اقتصادي پرمختګ په اړه زيات معلومات لاسته راوړل. دوی اسلامي انستيتوټ او څو جوماتونو ته هم لاړل او هلته د مذهبي ازادۍ د ساتلو حالات معلوم شول. ډيپلوماتانو په شينجيانګ کې د اقتصادي، ټولنيزو او د بشري حقونو چارو د لاسته راوړنو قدرداني وکړه او دې ته يې اشاره وکړه چې په چين په تېره بيا شينجيانګ کې د بشري حقونو پر حالت درواغ بيخي له واقعيتونو سره سمون نه لري. د دوی په اند، په شينجيانګ کې د ترهګرۍ او تندلارۍ ضد کاري تجربې د زده کړې وړ دي او د عربي هېوادونو او د شينجيانګ د ځايي حکومتونو ترمنځ د واقعي همکارۍ د پياوړتيا هيله يې هم وښوده. 

( سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای