CRI Online

هند او امريکا د نظامي همکاريو د پياوړتيا تړون لاسليک کړ

cri     (GMT+08:00) 2020-10-28 09:57:59

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د هند او امريکا دفاع او خارجه وزيرانو د اکتوبر په ۲۷مه نېټه په نوي ډيلي کې غونډه وکړه. دواړو خواوو د جغرافيايي او فضايي استخباراتو د شريکولو په باب د تبادلې او همکارۍ بنسټيز تړون لاسليک کړ، څو په نظامي چارو کې لا نژدې همکارۍ وکړي.

دغه تړون به په زياتو پوځي چارو کې وکارول شي، په دې مناسبت به هند لا دقيق جغرافيايي او فضايي معلومات تر لاسه کړي او پر دقيقو موخو باندې د بريد په برخه کې به د دوی د راکټونو او بې بېلوټه الوتکو توان لوړ شي.

د هند د رسنيو په اند، د دغه تړون له لاسليکېدو څخه څرګندېږي چې په راتلونکې کې به هند او امريکا د حساسو استخباراتو او معلوماتو د شريکولو په برخه کې لا نژدې همکارۍ وکړي او هند به له امريکا څخه د بې پېلوټه الوتکو په شمول عصري وسلې او نظامي تجهېزات واخلي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای