د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د اکتوبر په ۲۷مه نېټه په بېجينګ کې وويل، چې نړيواله ټولنه بايد د م م د جوړېدو د ۷۵مې کاليزې د يادونې په وخت کې د کرونا وبا پرضد د ګډې مبارزې په موخه ګډې نظريې راغونډې کړي او د ګډو ستونزو په لیرې کولو سره دې د بشريت د ګډ برخليک ټولنې د ابادولو لپاره هلي ځلي وکړي.
نوموړي په يوه خبري ناسته کې اړوندو پوښتنو ته د ځواب ورکولو په وخت کې وويل، چې سږ کال د م م د جوړېدو له ۷۵مې کاليزې سره برابر دی او م م د دغې کاليزې د يادونې په هکله يو لړ فعاليتونه تر لاسه کړي دي. د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په اړوندو عالي رتبه غونډو کې د چين پر هغو دريځونو او ارادو ټينګار کړی و چې چين به پر څواړخيزم ټينګار وکړي، د م م صلاحيت به وساتي، د سوله ييز پرمختګ او ګډو ګټو پر بنسټ په همکاريزه لاره کې به ګامونه پورته کړي او د بشريت د ګډ برخليک ټولنې د ابادولو لپاره به هڅې وکړي. دغه راز، د بېلا بېلو هېوادونو مشرانو هم د څواړخيزم او د م م د رول د ساتنې او د نړيوالو ننګونو د ليرې کولو په هکله د نړيوالو همکاريو او يووالي د پياوړتيا غوښتنې کړې دي. (غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |