د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دفاع وزارت وياند ژن ګوه چيانګ د اکتوبر په ۲۷مه نېټه پر تايوان د وسلو پلورلو پلان په اړه د خبريال پوښتنې ته ځواب وکړ او و يې ويل، چين له امريکا څخه غوښتنه کوي چې سمدلاسه ياد پلان لغوه کړي او له تايوان سره نظامي اړيکې دې ختمې کړي.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت څه موده مخکې پر تايوان د 2.37 ميليارډو ډالرو په ارزښت د توغندوي سيستم د خرڅلاو پرېکړه کړې وه. څو ورځې مخکې هغه بيا پر تايوان د 1.8 ميليارډو ډالرو په ارزښت د وسلو خرڅلاو بله لايحه منظور کړې. ښاغلي ژن ګوه چيانګ وويل، د امريکا دغه کړنه د يو چين پېژندنې له اصل او د چين او امريکا ترمنځ له دريو ګډو اعلاميو څخه سخته سرغړونه ده، د چين حاکميت او امنيتي ګټو ته يې زيانونه رسولي او د تايوان تنګي ثبات او ارامتيا ته يې سخت ګواښ پېښ کړی، چين له دې سره کلک مخالفت کوي او امريکا ته مو جدي احتجاج وړاندې کړی دی. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |