CRI Online

د پېښور په يوه مدرسه کې چاودنې ۷ تنه ووژل

cri     (GMT+08:00) 2020-10-28 14:26:58
د پېښور په يوه مدرسه کې چاودنې ۷ تنه ووژل

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د پاکستان د خيبرپښتونخوا د مرکز پېښور په يوه مدرسه کې د اکتوبر د ۲۷مې نېټې په سهار سخته چاودنه وشوه. د ځايي روغتون او پوليسو په قول، د دې چاودنې له امله لږ تر لږه ۷ تنه طالب علمان مړه او څه باندې ۱۲۰ تنه ټپيان شوي دي.

د پېښور د پوليسو مسئولينو د سين هوا اژانس خبريال ته وويل، شکمن کس په يوه بکس کې چاودېدونکي مواد ځای پر ځای کړي وو او بيا يې په دغه مدرسه کې پټ ساتلی و. ياد چاودېدونکي توکي داسې مهال وچاودېدل چې په مدرسه کې طالب علمان پر زده کړو بوخت وو او ډېرو ته يې مرګژوبله واړوله.

ځايي پوليسو د دې چاودنې پلټنه پيل کړې ده. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای