CRI Online

په هند کې د چين د سفارت اعلاميه

cri     (GMT+08:00) 2020-10-28 14:58:40
په هند کې د چين د سفارت اعلاميه

په هند کې د چين سفارت د اکتوبر په ۲۷مه نېټه يوه اعلاميه خپره کړه چې، د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پمپيو او د دفاع وزير اسپر له خپلو هندي سيالانو سره د خبرو اترو په ترڅ کې پر چين او د چين پر کمونېست ګوند بې ځایه تورونه لګولي، چين له دې سره کلک مخالفت کوي.

په ياده اعلاميه کې راغلي، د مايک پمپيو په شمول ځينو سياستوالو په دوامداره توګه دروغ ويلي او پر چين يې مسلسلې بې دليله نيوکې کړې چې د نړيوالو اړيکو او ديپلوماسۍ له اصولو څخه سرغړونه ده. چين له دې سره کلک مخالفت کوي.

دا مالومه ده چې چين تل د سوله ييز پرمختګ پر لارې ټينګار کړی، له ګاونډيانو سره يې د متقابل درناوي پر بنسټ ښې اړيکې ټيڼګې کړې او د نړيوال سيستم او نړیوالو مقرراتو د ساتلو لپاره يې ډېر کوښښونه کړي دي. امريکا چين ګواښ ګڼي، موخه يې د چين د پرمختګ مخنيوی دی. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای