د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د م م د سرمنشي وياند سټیفن دوجاريک د اکتوبر په ۲۷مه نېټه وويل، له دې امله چې په م م کې د بېلا بېلو هېوادونو د دايمي پلاويو ۵ تنه ډيپلوماتان پر کوويد-۱۹ اخته وپېژندل شول، د دغه سازمان د همدې ورځې ټولې ژوندۍ غونډې لغوه شوې.
نوموړي په همدې ورځ په يوه خبري ناسته کې وويل، په م م کې د يو هېواد دايمي پلاوي تېره ورځ د م م سيکريټري دفتر ته خبر ورکړ چې ۵ تنه کارکوونکي يې پر کوويد-۱۹ اخته شوي دي. بيا وروسته له اخته کسانو سره د تماس نيوونکو کسانو د پيدا کولو هڅې پيل او د م م ټولې ژوندۍ غونډې لغوه شوې. د مالوماتو له مخې، په همدې ورځ د سوريې مسئلې په اړه د امنيت شورا غونډه په انلاين ډول ترسره شوه. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |