CRI Online

رياکارانه چاپيريال ساتونکې امريکا

cri     (GMT+08:00) 2020-10-28 16:07:03

د امريکا ځينو سياستوالو په دې وروستيو کې په سياسي موخه د اقليمي بدلون او چاپيريال ساتنې د چارو په وسيله د چين د بدنامولو لپاره هڅې کړې، څو د چاپيريال په برخه کې خپل بده څېره او کړه وړه پټ کړي. خو دغسې تشې خبرې نه يوازې نړيواله ټولنه نه شي قانع کولی، بلکې خپل ځان يې رسوا کړی چې دغه امريکايي سياستوالو د چاپيريال ساتونکو نقاب پر خپل مخ غوړولی، خو کړنه يې برعکس دي. څېړونکو دې ته شاره کوي چې امريکا په نړيواله ټولنه کې د چاپيريال ساتنې د نړيوالو همکاريو تر ټولو لوی ويجاړوونکی او ستونزه جوړوونکی پېژندل کيږي.

د چين د بهرنيو چارو وزارت ويبپاڼې په دې وروستيو کې دوه سندونه خپاره کړي چې پکې يې د حقيقتونو او رښتينو معلوماتو له لارې د چاپيريال په برخه کې د امريکا بدې څېرې ته اشاره کړې. که امريکايي سياستوال د يادو دوو سندونو د لوستلو مېړانه نه لري، په دغه خپرونه کې به دوی ته اړوند لنډ او اصلي معلومات وړاندې شي.

لومړی، امريکا پخوا په نړۍ کې د شنو خونو ګازو لومړی لوی ايستونکی هېواد و او اوس په دې برخه کې دوهم ځای لري، نو د شنو خونيزو ګازو ايستنې اندازې د کمولو په برخه کې د امريکا کار د ګردې کرې د اقلمي ادارې په کارونو د اغېزې ډېر مهم عنصر دی. خو د امريکا ګټو ته د لومړيتوب ورکولو د پاليسۍ او د لنډمهالي ګټو تر حرکت لاندې د دغه هېواد اوسني حکومت له اصولو او شويو تړونونو څخه څرګنده سرغړونه کړې او د چاپيريال د تګلارو له چارو يې مخ اړولی او په شا تګ کړی. د نيويارک ټايمز د شمېرنې له مخې، د امريکا اوسني حکومت له واک راهيسې د چاپيريال په اړه نژدې ۷۰ مهمې تګلارې لغوه کړي او د نورو ۳۰ تګلارو د لغوه کولو په هڅه کې دی. د يو راپور له مخې، په ۲۰۱۹ کال کې د امريکا له خوا د شنو خونيزو ګازونو د ايستنې اندازه د ۲۰۱۶ کال په نسبت لوړه وه، دغه راز امريکا په کوپنهاګن تړون کې خپله شوې ژمنه نه ده پوره کړی چې تر ۲۰۲۰ کال پورې به د شنو خونيزو ګازونو د ايستنې د کمولو انډول به يې ۱۷ سلنې ته ورسيږي.

امريکا خپل ځان د نړۍ د چاپيريال ساتنې مخکښ بولي، خو هغه نه يوازې د شنو خونيزو ګازو د ايستنې مسئوليت نه دی پلی کړی، بلکې د چاپيريال د نړيوالو همکاريو په ويجاړوونکو کړنو کې يې د مشر رول لوبولی دی. د امريکا مشرانو څو ځلې په په علني او ښکاره ډول ويلي چې د نړۍ د ګرمېدو وضعيت دروغ دي، د اقليمي چارو په اړه يې د شلو هېوادونو ډلې له خوا د ګډو نظريو د تر لاسه کولو په لاره کې خنډونه اچولي. امريکا يوازينی هېواد دی چې د اقليمي بدلون په اړه له پاريس تړون څخه وتلی. د امريکا دغه عمل د پاريس تړون پر پلي کېدو او د تودوخې د کنترول پر نړيوال هدف نااټکلې منفي اغېزې کړې دي.

دوهم، امريکا د چاپيريال د نړيوالې ادارې لپاره د قوت او پيسو خدمتونه نه غواړي. د شمېرنې له مخې، د چاپيريال په نړيوال صندوق کې د امريکا په اوږه پورونه تر ټولو زيات دي. له ۲۰۱۸ کال راهيسې امريکا د ملګرو ملتونو د اقليمي بدلون چوکاټي تړون ټولنې ته د ۱۳ مليونه او ۵۴۷ زره يورو په ارزښت د خپل غړيتوب پيسې نه دي ورکړې.

د امريکا ځانغوښتنونکو کړنو د دغه هېواد يو اړخيزم او زورواکۍ غوښتنه لا بربنډه کړې او د نړيوالې ټولنې له سختو غندنو سره مخ دي. د بريتانيا ګارډين ورځپاڼې (The Guardian) دې ته اشاره کړې ده چې د امريکا د ځينو سياستوالو له امله نړۍ په وړاندې شا ته يو لوی قدم بېرته شاتګ کړی دی.

انسانان يوازېنۍ ځمکني کره لري. د چاپيريال ساتنه او د دواملرونکي پرمختګ لپاره هڅه کول د بېلا بېلو هېوادونو ګډ مسئوليت دی. چين له ټاکلي وخت مخکې د ۲۰۲۰ کال د اقليمي چارو د عملونو هدف ته رسيدلی دی. د چين دولت رئيس د ستمپر په ۲۲مه نېټه د ملګرو ملتونو د ۷۵مې دورې عمومي اسامبلې په مباحثوي غونډه کې اعلان وکړ، چين به د دغه هدف لپاره هڅې وکړي چې د کاربن دوه اکسايد د ايستنې اندازه له ۲۰۳۰ کال مخکې د څپې څوکې ته ورسيږي او له ۲۰۶۰ کال مخکې د نيالګيو روزلو او ونو کېنولو په شمول په بېلا بېلو لارو چارو به د کاربن دوه اکسايد د ايستنې تعادل رامنځته شي. دا د پاکې او ښکلې نړۍ د ابادۍ لپاره د چين جدي ژمنه او خدمت دی.

د امريکا هغه سياستوال چې يوازې د خپلو او لنډمهالي ګټو لپاره فکر کوي، د خپلو وطنوالو، راتلونکو نسلونو او ټولو نړيوالو لپاره غېرمسئولانه دي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای