سين هوا اژانس د روسيې د خارجه وزارت ويبپاڼې د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي چې د دغه هېواد خارجه وزير سيرګی لاوروف د اکتوبر په ۲۸مه نېټه له خپل فرانسوي سيال لې دريان سره تليفوني خبرې وکړې او د ناګورنو قره باغ پر حالاتو يې بحث وکړ
د يادې اعلاميې له مخې، دواړو خارجه وزايرانو په ناګورنو قره باغ سيمه کې پر روانې جګړې خپله اندېښنه څرګنده کړه او د اوربند د ژر رامنځته کېډو او د حالاتو د ارامولو غوښنه يې وکړه. دواړو خواوو پر دې ټينګار وکړ چې د ناګورنو قره باغ شخړه يوازې له ډيپلوماتيکي لارې حل کېږي. د اروپا د امنيت او همکارۍ سازمان د مينسک ګروپ بايد لا نور زيات همغږي عمليات تر سره کړي.
( سپوږمۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |