CRI Online

د چين د خارجه وزارت پر امريکا غږ وکړ چې د سيمه ييزو هېوادونو ترمنځ د توپيرونو له رامنځته کولو څخه لاس واخلي.

cri     (GMT+08:00) 2020-10-29 10:15:49

د چين د خارجه وزارت وياند وانګ ون بين د اکتوبر په ۲۸مه نېټه په بېجينګ کې څرګنده کړه، چين د امريکا له ځينو سياستوالو څخه غوښتنه کوي چې د سيمې د هېوادونو ترمنځ اړيکې مه خرابوئ.

ځينو خبریالانو له ښاغلي وانګ ون بين پوښتنه وکړه چې د چين خارجه وزارت د چين او هند ترمنځ د سرحدي حالاتو له ترينګلتيا سره په ورته وخت کې د امريکا او هند ترمنځ د اړيکو د پياوړتيا څنګه ارزوي. وياند وانګ ون بين دې ته په ځواب کې وويل، چين تل وايي چې د مختلفو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخيزو اړيکو پرمختګ بايد د سيمې د سولې، ثبات او پرمختګ په ګټه وي او درېيمې خوا ته دې زيان و نه رسوي. د دې تر څنګ هر ډول سيمه ييزه همکاري بايد د سولې، پرمختګ او د متقابلو ګټو پر بنسټ د همکارۍ له زماني تمايل سره سمون ولري. 

نوموړي وويل چې د امريکا لخوا وړاندې شوی د اندو--پسيفېک ستراتيژي(Indo-Pacific Strategy) چې د سړې جګړې له مفکورې سره تړاو لري او د ډله ييزې مقابلې، د امريکا د مشرتوب او پر ټولې نړۍ د تسلط د ساتلو په موخه ده، بيخي له مودې وتلې ده. موږ له ځينو امريکايي سياستوالو څخه غوښتنه کوو چې د سړې جګړې او صفر- جمع (Zero-Sum) له مفکورو څخه لاس واخلي، له چين څخه د ويرولو اړوند تبليغات بند کړي او د سيمه ييزو هېوادونو ترمنځ اړيکې او سوله او ثبات دې خراب نه کړي د چين او هند ترمنځ سرحدي مسئله د دغو دواړو هېوادونو خپلمنځي چارې دي. اړوند حالات عموماً ارام دي، د دواړو خواوو ترمنځ تماس نيوونکی چېنال اغېزناک دی او اړونده سلامشوره اوس روانه ده.

( سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای