د سين هوا اژانس د خبر له مخې، په دې اړه چې د امريکا د بهرنيو چارو وزير مایک پمپيو ښايي له سريلانکا څخه د ليدنې په ترڅ کې له دغه هېواده غوښتنه وکړي چې له چين سره د خپلو اړيکو په اړه پرېکړه وکړي، د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د اکتوبر په ۲۸مه نېټه په يوه خبري ناسته کې وویل، پر کوچنۍ او منځنۍ کچې هېوادونو د خپلو سياسي غوښتنو تحميل د ځينو امريکايي سياستوالو همېشنی عادت دی.
د سريلانکا د بهرنيو چارو وزارت مامورينو د يوې مقالې په خپرولو سره دا څرګنده کړه چې سريلانکا به د ډيپلوماتيکو اړيکو په جوړولو کې له اساسي قانون او د خپلو خلکو له ارادې سره سم پرېکړه وکړي، او هېڅ بهرنۍ لارښوونې ته اړتيا نه لري. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |