CRI Online

 د امريکا په فيلدلفيا ښار کې د توکم پالنې ضد تاوتريخوالي د مخنيوي لپاره د شپې ګرځبنديز ولګول شو

cri     (GMT+08:00) 2020-10-29 14:38:11

د امریکا پينسلوانيا ايالت د فيلدلفيا ښار چارواکو د اکتوبر په ۲۸ مه نېټه اعلان وکړ چې د همدې ورځې د شپې له نهو بجو څخه په ګرځبنديز پيل او د بلې ورځې د سهار تر شپږو بجو پورې به دوام ولري. دا په داسې حال کې ده چې د روانې مياشتې په ۲۶ مه نېټه په ياد ښار کې د والټر ولاس په نوم يو تور پوستی په لاره کې د دوو پوليسو لخوا ووژل شو او له دې امله پدې ښار کې تاوتريخجن لاريونونه رامنځته شوي دي.

مخکې له دې نه د روان کال په مې کې د امريکا په مينيسوډا ايالت کې د جورج فلويد په نوم يو تور پوستی د پوليسو لخوا ووژل شو او له امله يې د دغه په هېواد په ډېرو ځايونو کې د توکم پالنې ضد  سخت لاريونونه رامنځته شوي وو. 

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای