CRI Online

د روان کال په درېيمه ربعه کې په چين کې د هوايي چلند د مسافرينو شمېر د تېر کال د همدې مودې د شمېر له ٪۹۸ سره برابر ښودل شوی

cri     (GMT+08:00) 2020-10-29 15:01:55

د چين د ترافيک او ترانسپورټ وزارت وياند وو چون ګنګ د اکتوبر په ۲۸ مه نېټه د دغه هېواد د دولتي شورا  په يوه مطبوعاتي غونډه کې وويل چې د روان کال په درېيمه ربعه کې په دغه هېواد کې د ګړنديو اورګادو او هوايي چلند د مسافرينو شمېر له کورونا وبا مخکې حالت ته په چټکۍ سره د ګرځېدو په حال کې و. د الوتکو د مسافرينو شمېر د تېر کال د همدې مودې د شمېر له ٪۹۸ سره برابر دی او د اورګادو د مسافرينو شمېر د تېر کال د همدې مودې د شمېر له کابو ٪۸۰ سره برابر دی.

نوموړي وويل، که څه هم په نړۍ کې د کورونا وبا لمن لاهم د پراخېدو په حال کې ده، خو د روان په لومړنيو نهو مياشتو کې په چين کې ترافيکي او ترانسپورتي فعاليتونه لاهم په ښه توګه روان دي او د بېلابېلو ترافيکي الاتو له لارې د ليږدول شوو مالونو  اندازه په تېرو مسلسلو پنځو مياشتو کې زياته شوې ده. له دې څخه ښکاري چې د چين اقتصادي فعاليتونه په سالمه توګه روان دي. 

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای