CRI Online

امريکايي سياستوال په تايوان کې له اور سره لوبې کوي،خو پر دې بايد پوی شي چې روحي او رواني ناروغي نه لري

cri     (GMT+08:00) 2020-10-29 15:03:26

د امريکا حکومت په تېره اوونۍ کې پر تايوان د ۳ ډولو وسلو سيستمونو د پلورلو پلان تصويب کړ او په دې وروستيو ورځو کې يې يو ځل بيا پر تايوان د ۲ ميليارډو او ۴ سوو ميليونو امريکايي ډالرو په ارزښت د سمندري دفاعي سيستم د خرڅلاو پرېکړه کړې ده.

امريکا ښکاره او څرګنده هڅه کوي چې پر تايوان د وسلو د پلور په کارولو سره د خپل د ټاکنيز کال په اوږدو کې د تايوان تنګي د دواړو غاړو اړيکو کې کړکېچونه راوپاروي او غواړي د چين د پرمختګ مخه ونيسي،خو دوی په بشپړ ډول ناسم فکر او غلط حساب کوي. چپن په دې وروستيو کې د امريکا پر وړاندې اړوند ځوابي اقدامات پلي کړي او د وضعيت د پرمختګ په پام کې نيولو سره به ټول اړين اقدامات ترسره کړي ترڅو د خپل هېواد د ملي حاکميت او ملي يووالي پر وړاندې د نورو هېوادونو د خنډ اچولو هر ډول هڅې شنډې کړي.

موږ ټول پوهېږو چې د يو چين د پېژندنې اصل د چين او امريکا اړيکو سياسي بنسټ دی. د تايوان مسئله د چين له اصلي ګټو سره تړاو لري او د چين او امريکا اړيکو کې ترټولو مهمه او حساسه مسئله هم ده. خو د امريکا اوسنی حکومت واک ته له رسېدو راهيسې او هم په واشنګټن کې يو شمېر سياستوال په دوامداره توګه د تايوان د ديموکراتيک پرمختيايي ګوند او د تايوان د بېلتون غوښتونکو ملاتړ کوي چې د دوی دا عمل د تايوان تنګي د وضعيت د ترينګلتيا لامل ګرځېدلی دی. په تېره بيا په دې وروستيو کې د امريکا لوړ پوړو چارواکو له تايوان څخه ليدنه کړې، خپلې جنګي بيړۍ يې د تايوان بحر څخه تېرې کړي او څو څو ځلې يې پر تايوان وسلې وپلورلې. البته ،دغه امريکايي سياستوال به د تايوان مسئلې پر لوړ حساسيت نه پوهېږي. چينايان سوله خوښي دي ،خو هېڅکله به اجازه ورنه کړي چې ملي حاکميت او امنيتي ګټې يې زيانمنې شي. چين په دې وروستيو ورځو کې اعلان وکړ چې پر هغو امريکايي شرکتونو لکه لوکخيد مارټين فضايي سيستم شرکت (Lockheed Martin Space Systems Company) او ريتيون شرکت (Raytheon Company)او نورو امريکايي شرکتونو چې پر تايوان يې د وسلو په پلور کې برخه اخيستې، بنديزونه ولګوي ، دا د خپل ملي حاکميت خوندي کولو او د خاورو بشپړتيا د دفاع لپاره د چين ځوابي ګامونه دي. که امريکا د تايوان تنګي وضعيت نور هم ترينګلی کړي ، نو دا به يقينا د چين لخوا نور هم جنجالي شي. نو امريکايي سياستوال بايد پر ځان خبروي چې هېڅ روحي او رواني ناروغي نه لري.

په دې وروستيو کې ، د تايوان ستراتيژيکې ټولنې او د تايوان د نړيوال څېړنيز انسټيټيوټ له خوا د تايوان تنګي د امنيت په اړه نظرپوښتنې ښيي چې ۹۴ سلنه خلک هيله لري چې د تايوان تنګي دواړه غاړې په سوله ييزه توګه ژوند وکړي او له ۸۰ سلنې څخه زيات خلک د دواړو غاړو ترمنځ د نظر تبادلې ملاتړ کوي. دا د تايوان تنګي د دواړو غاړو د خلکو عمده نظر دی. که څه هم امريکايي سياستوال د تايوان تنګي د ترينګلتيا د راوستلو لپاره هر اړخيزې هڅې کوي ،خو د تايوان تنګي د دواړو غاړو د يوځای کېدو د عمومي تاريخي تمايل پر وړاندې هېڅوک او هېڅ ځواک خنډ نشي ګرځېدلی.

يو ميليارډ او ۴ سوه ميليونه چينايان به هېڅکله اجازه ورنه کړي چې د هېواد ملي حاکميت، امنيت او پرمختيايي ګټې يې زيانمنې شي او هېڅکله به هېچا يا هېڅ ځواک ته اجازه ورنه کړي چې د چين پر سپيڅلې خاورې بريد وکړي او يا يې تجزيه کړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای