د چين د خارجه وزارت وياند وانګ ون بين د اکتوبر په ۲۹مه نېټه په يوه نوبتي خبري ناسته کې څرګنده کړه چې د کرونا وبا ضد مبارزې ته د سياسي رنګ ورکول به د دغې وبا ضد نړيوالې مبارزې اړوندې سرچينې کمې کړي او د ژوند د ژغورلو او دغې وبا ته د ماتې ورکولو بهير به له خنډ سره مخ کړي.
د يو بل خبر له مخې، د روسيې د خارجه وزارت مرستيال سيرګی ريابکوف د برېکس هېوادونو په صنعتي او سوداګريز فورم کې څرګنده کړه، په داسې حال کې چې مختلفې خواوې له اوسنې ننګونې سره ګډه مقابله کوي، د ځينو هېوادونو لخوا د کرونا وبا ضد مبارزې ته سياسي رنګ ورکول خورا بد چلند دی. وياند وانګ ون بين د ريابکوف د يادو څرګندونو ستاينه وکړه او يادې خبرې يې وکړې.
( سپوږمۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |