CRI Online

چين به په راتلونکو ۵ کلونو کې باکيفيته پرمختګ او نوي چوکاټ ته لومړيتوب ور کړي

cri     (GMT+08:00) 2020-10-30 09:46:28
چين به په راتلونکو ۵ کلونو کې باکيفيته پرمختګ او نوي چوکاټ ته لومړيتوب ور کړي

د چين د کمونېست ګوند د نولسمې مرکزي کمېټې پنځمه عمومي غونډه د اکتوبر په ۲۹مه نېټه په بېجينګ کې پای ته ورسېده. په دغه غونډه کې د اقتصاد او ټولنې پرمختګ د ۱۴م پنځه کلن پلان په اړه وړانديز تصويب شوی او پر دې ټينګار شوی چې باکيفيته پرمختګ او نوي چوکاټ ته دې لومړيتوب ورکړل شي. چين به په داخل کې د مصرف له زياتوالي سره سره کورني اقتصاد او نړيوال اقتصاد يو د بل هڅوونکي چوکاټ جوړونه چټکه کړي او د دولتي اداري سيسټم به بشپړ کړي چې د عصري سوسياليستي هېواد د هراړخيزې ابادۍ لپاره ښه بنسټ کېښودل شي.

په ياده غونډه کې د ۱۴م پنځه کلن پلان په موده کې د اقتصادي پرمختګ، بازاري سيسټم، د چاپېريال ساتنې په شمول ځينو برخو کې يو لړ مشخصې موخې ټاکل شوې دي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای