د چين د کمونېست ګوند د نولسمې مرکزي کمېټې پنځمه عمومي غونډه د اکتوبر په ۲۹مه نېټه په بېجينګ کې پای ته ورسېده. د دې غونډې په اعلاميه کې راغلي، د چين کمونېست ګوند به په راتلونکو پنځو کلونو کې د چينايانو لارښوونه وکړي چې په دوامداره توګه هراړخيز او ژور اصلاحات ترسره کړي او په لوړه کچه سوسياليستي بازاري نظام جوړ کړي. چين به پر سوسياليستي بنسټيز اقتصادي نظام پر بشپړېدو ټينګار وکړي، د سرچينو په ويشلو کې به د بازار رول پوره ولوبوي او حکومت به لا ښه خدمات وړاندې کړي.
په ياده اعلاميه کې راغلي، چين به د عمومي اقتصاد اداره لا بشپړه کړي، عصري پولي او مالي ميکانيزم او د لوړې کچې بازاري سيسټم به جوړ کړي او د حکومت د خدماتو او رول تنظيم به په چټکه توګه ترسره کړي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |