CRI Online

شي جين پينګ د وتلو سيانسپوهانو په ۳م نړيوال فورم کې ويډيويي وينا وکړه

cri     (GMT+08:00) 2020-10-30 10:54:42

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د وتلو سيانسپوهانو ۳م نړيوال فورم (World Laureates Forum) د اکتوبر په ۳۰مه نېټه په شانګهای کې پرانيستل شو. د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په دغه فورم کې ويډيويي وينا وکړه.

شي جين پينګ څرګنده کړه چې چين د علومو او تکنالوژيو نوښتي کارونو ته په درنه سترګه ګوري او تل يې نوښتي چارې د پرمختګ لومړی هڅوونکی ځواک بللی او بولي يې. چين به د لا پرانيستي او د ګډو ګټو او ګډ شراکت په اصولو د علمي همکارۍ نړيواله ستراتيژي پلې کړي، غواړي چې د ټولې نړۍ له غوره سيانسپوهانو او نړيوالو علمي سازمانونو سره يو ځای پر زياتو علمي مسئلو ګډې څېړنې وکړي او په ځينو مهمو علمي پروژو کې همغږي وکړي. هيله لرو چې مختلف سيانسپوهان د نظريو پوره تبادلې وکړي، خپلمنځي همکارۍ پرمخ بوزي او په ګډه سره نړيوالو علمي چارو ته پرمختګ ورکړي.

ياد نړيوال فورم د نړۍ د وتلو سيانسپوهانو ټولنې خوا وړانديز شوی او د شانګهای ښاروالۍ لخوا ترتيب شو چې تر اوسه دوه دورې جوړ شوي دي. د ۲۰۲۰ کال په دغه فورم کې د ۶۱ تنو نوبل مډال ګټوونکو په شمول د نړۍ څه دپاسه ۳ زره غوره سيانسپوهان په انلاين او افلاين ډول ګډون لري.

( سپوږمۍ)  

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای