CRI Online

چين به د ۱۴م پنځه کلن پلان په موده کې د لوړ کيفيت لرونکي پرمختګ نوی پړاو پرانيزي

cri     (GMT+08:00) 2020-10-30 14:36:32

د چين د کمونېست ګوند د ۱۹مې دورې مرکزي کميټې ۵مه عمومي غونډه د اکتوبر له ۲۶مې نېټې څخه تر ۲۹مې نېټې پورې په بېجينګ کې تر سره شوه. په دغه غونډه کې د عمومي منشي شي جين پينګ کاري راپور واورول شو. نوموړي په دغه کاري راپور کې د وړانديزونو د بحث مسودې په اړه عمومي غونډې ته وضاحت ورکړ.

د غونډې ګډونوالو پرې د بحث وکړ او ورپسې د ملي اقتصاد او ټولنيز پرمختګ په اړه د ۱۴م پنځه کلن پلان او د ۲۰۳۵ کال د اوږدمهاله اهدافو د جوړولو په اړه د چين د کمونست ګوند د مرکزي کميټې وړانديزونه تصويب کړل .  

د کارپوهانو په اند د ۱۴م پنځه کلن پلان موده په هراړخيزه توګه د عصري سوسيالستي هېواد د ابادۍ په بهير کې لومړني پنځه کالونه دي او د چين پرمختګ به نوی پړاو پيل کړي. لوړ کيفيت ، پر نوښت او خونديتوب تاکيد او د خلکو ګټې زياتوال ممکن د چين د پرمختګ کليدي ټکي وګرځي.

دغه پنځه کلن پلان د هېواد د اداره کولو لپاره يوه مهمه لار ده او د چين د پرمختګ سرعت اندازه کولو لپاره يوه مهمه نښه ده. د ۱۹۵۳ کال له لومړي "پنځه کلن پلان" څخه تر "۱۴م پنځه کلن پلان" پورې کوم پلان يې اوس د جوړېدو په حال کې دی، حکومت يې ټاکلې موخې سره سم پرمخ وړي.

يادې غونډې د ۱۴م پنځه کلن پلان په موده کې د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ لارښوونکي ايډيالوژي او اصلي اهداف او په ۲۰۳۵ کال کې د عصري سوسياليزم د تر سره کېدو اوږدمهاله هدف روښانه کړ او په راتلونکي پړاو کې د چين د پرمختګ لپاره يې لار په ګوته کړه.

د چين د دولتي شورا څېړونکي ياو جينګ يوان وويل چې دغه نوی پلان له تېر پنځه کلن پلان سره توپير لري ، چين د ۱۴م پنځه کلن پلان په موده کې په هر اړخيزه توګه نسبتا شتمنه ټولنه جوړه کړې او دا به چين ته په راتلونکو پنځو کلونو کې يو سوسياليستي عصري هېواد رامنځته کولو لپاره مهم بنسټ او فرصت برابر کړي.

(اواز ۱)

د ۱۳م پنځه کلن پلان په موده کې پر دې ټينګار شوی چې د چين اقتصاد بايد له منځنۍ تر چټک سرعت وده وساتي، خو د ۱۴م پنځه کلن پلان په مسوده کې پر دې ټينګار کېږي چې د کيفيت او موثريت د پام وړ پرمختګ په اساس بايد د چين اقتصاد دوامداره او سالم پرمختګ ومومي.

نوښت د ۱۴م پنځه کلن پلان په موده کې مهم ځای لري. ښاغلي ياو جينګ يوان يې په اړه وويل

(اواز ۲)

نوښت د لوړ کيفيت د پرمختګ لپاره ډېر اړين دی. پخوا موږ د ګړندۍ ودې فرصت درلود ، خو اوس موږ د لوړ کيفيت مرحلې ته رسېدلي يوو او نوښت ځانګړی رنګ خپل کړی او مهم شوی دی.

ياو جينګ يوان په خپلو خبرو کې دې ته اشاره وکړه او ويې ويل

(اواز ۳)

د ۱۴م پنځه کلن پلان وروستی هدف د خلکو په مرکزيت د خلکو د ډېرېدونکو اړتياوو پوره کول دي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای