CRI Online

هان ون شيو: د چين او امريکا ترمنځ د اړيکو پرېکون ناشونی دی او د نړۍ لپاره به هيڅ ګټه ونه لري

cri     (GMT+08:00) 2020-10-30 16:43:01

د چين د کمونېست ګوند مرکزي کمېسيون د مالي او اقتصادي چارو کمېټې د دفتر مرستيال هان ون شيو د اکتوبر په ۳۰ مه نېټه په بېجينګ کې وويل چې چين او امريکا د نړۍ تر ټولو لوی اقتصادي طاقتونه دي، د دواړو لوريو ترمنځ د اقتصادي اړيکو پرېکون بيخي ناشونی دی او نه يوازې د دواړو هېوادونو ، بلکې د نړۍ لپاره به هيڅ ګټه ونه لري. په حقيقت کې هغه کسان چې د دغو اړيکو پرېکون غواړي، ډېر کم دي او هغه کسان چې يو له بل سره صادقانه ګډې همکارۍ غواړي، تر اټکل هم ډېر دي.

هان ون شيو دغه څرګندونې په همدې ورځ په بېجينګ کې د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېسيون په لومړنۍ مطبوعاتي غونډه کې وکړې. نوموړي زياته کړه چې د روان کال په درېيمه ربعه کې د کورونا وبا له منفي اغېزې سره سره بيا هم د چين او امریکا ترمنځ د دوه اړخيزې سوداګرۍ ارزښت د تېر کال د همدې مودې په پرتله ٪۱۶ زیات شوی دی. چين به بېلابېلو هېوادونو ته لاپراخ بازارونه او فرصتونه برابر کړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای