CRI Online

د چين د کمونېست ګوند د نولسمې مرکزي کمېټې په پنځمه عمومي غونډه کې تصويب شوي وړاندېزونه د نويو بدلونونو ښکارندويي کوي

cri     (GMT+08:00) 2020-10-30 16:57:54

د چين د کمونېست ګوند د نولسمې مرکزي کمېټې پنځمه عمومي غونډه د اکتوبر له ۲۶مې نېټې څخه تر ۲۹مې نېټې پورې په بېجينګ کې ترسره شوه. په دغه غونډه کې د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ ۱۴م پنځه کلن پلان او تر ۲۰۳۵ کال پورې د پرمختګ موخې د ټاکلو وړانديزونه له ارزونې وروسته تصويب شول. د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د مطبوعاتي څانګې د مرستيال مشر وانګ شياو هوي د اکتوبر په ۳۰ مه نېټه وويل چې په ياده غونډه کې تصويب شوي وړاندېزونه د زمانې د نويو بدلونونو ښکارندويي کوي، له نويو غوښتنو سره سمون خوري، د خلکو نوې هېلې پکې ښکاره شوي او د راتلونکو ۵ کلونو لپاره يې د چين د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ لاره روښانه کړې ده.

هغه زياته کړه، چې د دغو وړانديزونو په بېلا بېلو برخو کې يو لړ داسې ستراتيژيک عملونه وړاندې شوي، چې د چين د پرمختګ لپاره ډېره مهم دي.

(مينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای