CRI Online

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميسيون د ماليي او اقتصادي چارو کميټې د دفتر مرستيال هان ون شيو: چين به ورخلاصون پراخ کړي

cri     (GMT+08:00) 2020-10-30 16:58:30

د چين د کمونېست ګوند د ۱۹مې مرکزي کميټې پنځمه غونډه د اکتوبر له ۲۶مې نيټې څخه تر ۲۹مې نيټې پورې په بېجينګ کې تر سره شوه او پکې د ۲۰۳۵ کال لپاره موخه او د ۱۴ م پنځه کلن پلان په موده کې د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ په هکله لارنقشه وټاکل شوه. د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميسيون د ماليې او اقتصادي چارو کميټې د دفتر مرستيال هان ون شيو په همدې ورځ د ياد کميسيون په خبري ناسته کې د چين د نوي پرمختيايي جوړښت په هکله توضحات ور کړل.

ټاکل شوی چې چين به په روان کال کې هغه پرمختيايي جوړښت چوکاټ جوړ کړي چې عمده برخه کورني بازار ته باملرنه ده او دغه راز دې له نړيوالو سره تجارت ته هم پام وشي. هغه زياته کړه چې اوس مهال د اقتصاد د نړيوال کېدو مخنيوی شوی او يو اړخيزم او سوداګرۍ ساتونکې کړنې ډېرې شوي او د کوويد ۱۹ وبا پر نړۍ ژوره اغيزه کړې او پخوانيو نړيوال اقتصادي را کړو ور کړو سيستم کمزوری شوی .چين به د دې حالت په کتو خپل ورخلاصون په لالوړې سويې سره پراخ کړي.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای